جرمنې کښې په ډزو کښې اوه کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129266-جرمنې_کښې_په_ډزو_کښې_اوه_کسان_ووژل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني په هامبورګ ښار کښې په یوې کلیسا کښې په ډزو کښې تراوسه اوه کسان وژل شوي او پینځویشت نور ژوبل شوي هم دي.
(last modified 2023-03-10T01:11:04+00:00 )
Mar 10, 2023 05:33 Asia/Kabul
  • جرمنې کښې په ډزو کښې اوه کسان ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني په هامبورګ ښار کښې په یوې کلیسا کښې په ډزو کښې تراوسه اوه کسان وژل شوي او پینځویشت نور ژوبل شوي هم دي.

د جرمني رسنیو وویل یو وسله وال کس د کلیسا بره چت ته لاړ او هلته یې په موجودو خلکو ډزې وکړې.

د جرمني پولیسو وویل چې له کلیسا د حمله کونکي د تښتیدا اطلاع نه ده ترلاسه شوي او هیله کیږي چې هغه هم په وژل شویو کسانو کښې شامل وي.

تراوسه د دغه پیښې انګیزه نه ده معلومه او پولیسو تحقیقات پیل کړي دي.