په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم خو پاکستان کې زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129572-په_افغانستان_کې_ترهګریز_بریدونه_کم_خو_پاکستان_کې_زیات_شوي
په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د را پور له مخې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم، خو پاکستان کې ۱۲۰ سلنه زیات شوي دي.
(last modified 2023-03-15T19:54:06+00:00 )
Mar 15, 2023 14:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم خو پاکستان کې زیات شوي

په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د را پور له مخې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم، خو پاکستان کې ۱۲۰ سلنه زیات شوي دي.

په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم خو پاکستان کې زیات شوي

په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د را پور له مخې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کم، خو پاکستان کې ۱۲۰ سلنه زیات شوي دي.

یاد انسټیټوټ د سه شنبې په ورځ د ۲۰۲۲ کال د پېښو په اړه خپور شوي را پور کې ویلي په افغانستان کې د تروریستي بریدونو او په پایله کې د تلفاتو کچه په تېرو څلورو کلونو کې له ۷۵ سلنې څخه ۵۸ سلنې ته راټیټه شوې ده، خو لا هم افغانستان او پاکستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دي چې تېر کال تر ټولو ډېر ترهګرۍ ځپلي دي.

د دغه راپور له مخې تېر کال په پاکستان کې ۶۴۳ ترهګریز بریدونه شوي دي.

 باید وویل شي، چې په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انستیتیوت هر کال په نړۍ کې د تاوتریخوالي د کچې په اړه خپل راپور وړاندې کوي.