چین به د اوکراین د جنګ د ختمیدا هڅه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129838-چین_به_د_اوکراین_د_جنګ_د_ختمیدا_هڅه_وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او د اوکراین د جنګ تر ختمیدا پورې د خبرو اترو په تعقیبولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-03-20T21:01:22+00:00 )
Mar 21, 2023 01:28 Asia/Kabul
  • چین به د اوکراین د جنګ د ختمیدا هڅه وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او د اوکراین د جنګ تر ختمیدا پورې د خبرو اترو په تعقیبولو ټینګار وکړ.

شي جین پینګ چې پرون روسیې ته تللی دی په یوه یادښت کښې چې په ریانووسټي خبري اژانس  کښې خپور شوی دی د پیکینګ او د ماسکو د دوه اړخیزه او د سټراټيژیکو اړیکو په اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کښې د ملګروملتونو د منشور پراساس او د خبرو اترو له لارې د اوکراین د کړکیچ د سیاسي حل پرضرورت ټینګار وکړ.

د چین ولسمشر وویل روسیې ته زما سفر د دوستۍ د ملګرتیا او د سولې لپاره دی.