په ایران کې د هند نوی سفیر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129962-په_ایران_کې_د_هند_نوی_سفیر_وټاکل_شو
د ایران په اسلامي جمهوریت کې د هند نوی سفیر وټاکل شو.
(last modified 2023-03-24T20:24:49+00:00 )
Mar 24, 2023 09:41 Asia/Kabul
  • په ایران کې د هند نوی سفیر وټاکل شو

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د هند نوی سفیر وټاکل شو.

له نوي ډهلي څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، هندي رسنیو نن اعلان وکړ، چې د هند لوړ پوړی ډیپلومات "رودرا ګوراو شرست" په تهران کې د هند د نوي سفیر په توګه وټاکل شو او ډېر ژر به خپل ماموریت پیل کړي.

د رودرا ګوراو شرست په بوتان کې د تیمپو د پلاوي مرستیال، په موزامبیک کې د هند عالي کمیشنر، د هند د بهرنیو چارو افسر، د لومړي وزیر په دفتر کې د ځانګړي افسر دنده او د بهرنیو چارو وزارت د د مدیریت تجربه لري.

په ایران کې د هند اوسنی سفیر قدم درمندرا د خپل ماموریت په پایته رسولو سره، خپلې وروستۍ ورځې په ایران کې تېروي.