جاپان د طالبانو لخوا په زده کړې بندیز خواشینونکی وباله
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په کابل کښې د جاپان سفارت په افغانستان کښې زده کړې ته د انجلیو په نه لاسرسي باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل د انجلیو لپاره د زده کړې د فرصتونو رامینځته کول د دغه هیواد په راتلونکي کښې اغیزشیدونکي دي.
په افغانستان کښې د جاپان سفارت پرون وویل جاپان به د زده کړې په زمینه کښې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هیله من دی چې انجلۍ او ښځې زر ښوونځيو او پوهنتونونو ته د زده کړې لپاره ورشي.
د جاپان سفارت وویل په افغانستان کښې د انجلیو او د هلکانو لپاره باید د زده کړې یوشان فرصتونه ورکړل شي ځکه چې دغه چاره په افغانستان کښې د یوه روښانه راتلونکي لپاره ضروري ده.
طالبانو په دوه زره لومړي میلادي کال کښې واک ته له رسیدا وروسته له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو په زده کړې باندې بندیز لګولی دی.
طالبانو دغه راز په پوهنتونونو کښې هم د انجلیو په زده کړې بندیز لګولی دی.