امریکا د اوکراین د جنګ د بندیدا مخه نیولي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129994-امریکا_د_اوکراین_د_جنګ_د_بندیدا_مخه_نیولي_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن مائو نینګ امریکا د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د ټینګیدا په لاره کښې اصلي خنډ وباله.
(last modified 2023-03-24T21:53:25+00:00 )
Mar 25, 2023 02:18 Asia/Kabul
  • امریکا د اوکراین د جنګ د بندیدا مخه نیولي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن مائو نینګ امریکا د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د ټینګیدا په لاره کښې اصلي خنډ وباله.

هغې پرون د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د ټینګیدا لپاره د هیوادونو د هڅو په مقابل کښې د امریکا په کړچار باندې نیوکې سره دغه پوښتنه وکړه چې امریکا څه غواړي؟

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن مائونینګ وویل پیکینګ د روسیې او د اوکراین د کړکیچ په حل کولو کښې رغنده رول لوبوي په داسې حال کښې چې امریکا یوازې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د نورو هیوادونو د هڅو مخه نیسي.

هغې دغه راز د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د سعودي عربستان او د سوریې د موافقې هرکلی وکړ.

لویدیځو هیوادونو او امریکا د روسیې پرضد د زیاتو بایکاټونو او دباونو په راوستلو او اوکراین ته د ډول ډول سپکو او درنو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات د جنګ زیاتولو ته لمن وهلي ده.