د روسې د خارجه وزارت نوي نظرئې ته یوه کلی کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130514-د_روسې_د_خارجه_وزارت_نوي_نظرئې_ته_یوه_کلی_کتنه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دروسیې د خارجه وزارت نوي نظریه تصویب  او په دې زمینې کې ئې یو فرمان لاسلیک کړ. پوتین د روسیې د امنیت شورا له  دایمی غړو سره په کتنې کې  ووئيل،په نړیوال ژوند کې  ریشه ایز بدلولونه ،مونږ د روسیې د بهرنی سیاست د نظرئې پشمول چې د ډيپلوماټيک فعالیت اصول، دندې او لومړیتوبونه مشخص کوي،د سټراژيکې پلانونې اصلي سندونو جدي اصلاح ته اړباسي.
(last modified 2023-04-02T07:43:15+00:00 )
Apr 02, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • د روسې د خارجه وزارت نوي نظرئې ته یوه کلی کتنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دروسیې د خارجه وزارت نوي نظریه تصویب  او په دې زمینې کې ئې یو فرمان لاسلیک کړ. پوتین د روسیې د امنیت شورا له  دایمی غړو سره په کتنې کې  ووئيل،په نړیوال ژوند کې  ریشه ایز بدلولونه ،مونږ د روسیې د بهرنی سیاست د نظرئې پشمول چې د ډيپلوماټيک فعالیت اصول، دندې او لومړیتوبونه مشخص کوي،د سټراژيکې پلانونې اصلي سندونو جدي اصلاح ته اړباسي.

د روسیې د بهرنی سیاست د نوي نظرئې په سند کې داسې مختلف مواد شاملیږي چې ځينی ئې ترټولو مهم شمیرل کیږ. لومړی دا چې په دغه مهم سند کې دې موضوع ته ا شاره شوې چې روسیه  نه ځان دلویدیځ دښمن ګڼةي او  نه  له لویدیځ سره په رابطې کې ځان منزوي ، او د هغوي په نسبت هیڅ ډول غلیمانه  نیتونه نه لري.

دا چاره د روسیې په ضد د امریکا په مشرۍ د لویدیځ پراخو نفسیاتي  تبلیغاتو او جنګ ته په پام سره چې روسیه ئې د لویدیځي چورلیز د نړیوال نظم دیوه دښمن او د لویدیځي ضده سختو موخو لرونکي په توګه معرفی کړې ، یوه معنا پیدا کوي.

په تیره بیا د اوکراین د جنګ له پیله وروسته ،امریکا او نورو لویدیځي هیوادونو په دوامدار ډول هڅه کړې ،څو روسیه دیوه تیریګر قدرت په  توګه مطرح کړي. په داسې حال کې چې ماسکو  له دغه جنګه مخکې په کرتو لویدیځ او ناټو ته د ختیځ په لور د پراختیا او په تیره بیا په دغې پوځي موسیسې کې د اوکراین د غړیتوب لپاره ددوامدارو هڅو په باب چې  د روسیې د ملی امنیت له سرو کرښو دتیریدا په معنا دي، خبرداری ورکړی ؤ.نو ځکه د روسیې د لوړپوړو چارواکو له نظره په اوکراین باندې پوځي حمله  چې دوي ئې پوځي عملیات  نوموي، په حقیقت کې د روسیې د موجودیّت او ملی  امنیت له خطرې سره دمخامخیدا او دلویدیځ  دپراختیا غواړي خوي دمخنیوي لپاره یوه هڅه ده.

یوه بله موضوع چې په دغه سند کې مطرح شوې ده ده چې روسیه  پردوي او ددوي پر متحدانو باندې د حملو د مخنیوي او ناکامولو لپاره له وسلوال ځواکه استفاده کولی شي.دا چاره هم اوس په اوکراین کې د روسیې پوځي اقداماتو ته په پام سره او له دې مخکې د ډله ایز امنیت د موسیسې د ځواک په چوکاټ کې په قزاقستان کې د پوځي لاسوهنې ته په پام سره  مصداق پيدا کوي.

د روسیې  دنوی بهرنی سیاست په نظرئې  کې یوه بله مهمه موضوع ددغه مطلب روښانه کول دي چې روسیه  په نړیوال اقتصاد کې  له له خپل موقعیّته د  غیر دوستو هیوادونو په ناسمې استفادې کې ددغو هیوادونو دتوانمنیو له کمیدا سره مرسته کوي. دا موضوع له یوه پلوه  د نوو واقعیَتونو په تیره بیا د نوو راپنځیدلو اقتصادونو دزیاتیدونکی ودې  په اساس ، د نړیوال اقتصاد،تجارت او مالیې دبیا تعریف  لپاره له چین  او  د بریکس ډلې له نورو غړو هیوادونوسره یو ځاي  د روسیې دوامدارې هڅې  او له بل پلوه د  هیوادونو په بایکاټولو او پر دوي د   دباؤ  په اچولو سره  دسلطه پالو موخو او سیاستونو د پرمخ بیلول لپاره د اصلی نړیوال اسعارو په توګه  د ډالر له برلاسه موقعیّت څځه د امریکا ناوړې استفادې  ته په پام سره  معنا پیدا کوي.

د روسیې  دبهرنی سیاست په نوي سند کې څلورمه موضوع ددې چارې روښانه کول ديډ چې د نورو هیوادوونو په رغنده،بې پلوه او غیر دوستانه سیاستونو سره د دوي په نسبت به دروسیې کړچار معلوم کړي.دا چاره په دې معنا ده چې ماسکو به د نورو  هیوادونو په وړاندې دخپلو سیاستونو او کړچار  په ټاکنې او اجرا کې ددوي د چلند د څرنګوالي په اساس عمل وکړي .

په دغه سند کې یوه بله مهمه  مسئله  دا ده چې پکې روښانه شوې ده ،په نړۍ کې د امریکا د سیلطې د آثارو له مینځه تلو  او د بدماشۍ  او زیات غوښتنې دڅنګةکولو لپاره د شرائطو رامینځةکولو ته به لومړیتوب ور کړي او په دې لړ کې ماسکو، امریکا د نړیوالې سولې  او خپل امنیت لپاره دخطرې یوه اصلي سرچینه  ګڼي .

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  وائي، دروسیې دبهرني سیاست نوي نظریه  د غږمله او غیر متناسب غبرګون  اقداماتو امکان برابروي.هغه ځاي چې په دغه مفهوم کې ، امریکا په نړۍ کې دروسیې ضده کړچار اصلی پيلونکې او سرچینه نومولې ده.

ماسکو په کرتو د امریکا د یواړخیزو سیاستونو په باب  چې تر اوسه پورې ئې  هم ځان دنړیوال پولیس په چوکاټ کې تصور کړی،او  هڅه کوي ، څود لویدیځ د  سرغنې په چوکاټ کې  د اوکراین د جنګ پشمول  د نړۍ په مختلفو سیمو کې په لاسوهنې سره، خپلې یو اړخیزې موخې پر مخ بوځي،اندیښنه څرګنده کړې او ددغه کړچار دبدلیدا غوښته ئې کړې ده .

همداشان  په دغه سند کې روښانه شوې ده چې روسیه  د لویدیځ له خوا د ډغرې  وهنې دبې هوده درک  او برابر تعامل ته دستنیدا په نسبت هیله مندي بریښوي . اوس مشخصه شوې  چې د ناټو غړو اروپائي هیوادونو هم  د امریکا دخوښې وړ په  هماغه لاره کې  له روسې سره ډغرې ته مخه  کړې ده ، په داسې حال کې چې  روسیه   له لویدیځ سره د  ډغرې  دوام  نه ،بلکې له دوي سره  دتعامل غوښتونکې ده.