د فرانسې په مارسي ښار کې خونړۍ ډزې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130542-د_فرانسې_په_مارسي_ښار_کې_خونړۍ_ډزې_شوي
د فرانسې د مارسي ښار پولیسو د دغه ښار په درېیو بېلابېلو ښارګوټو کې د خونړۍ ډزو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-04-03T03:07:47+00:00 )
Apr 03, 2023 07:35 Asia/Kabul
  • د فرانسې په مارسي ښار کې خونړۍ ډزې شوي

د فرانسې د مارسي ښار پولیسو د دغه ښار په درېیو بېلابېلو ښارګوټو کې د خونړۍ ډزو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د فرانسې د مارسي ښار پولیسو اعلان وکړ چې د دغه ښار په درېیو مختلفو ښارونو کې د ډزو له امله، لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.

د فرانسې د مارسي ښار د پولیسو په وینا، د دې ډزو په اړه تحقیقات دوام لري.

د فرانسې پولیسو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته نور معلومات نه دي ورکړي.