د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه شوې
د جاپان لومړي وزیر د دې هېواد په ختیځ ښار واکیاما کې یوې غونډې ته وینا کوله چې پر مهال یې د لوګي خپریدونکي بم درنه چاودنه وشوه.
د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه شوې
د جاپان لومړي وزیر د دې هېواد په ختیځ ښار واکیاما کې یوې غونډې ته وینا کوله چې پر مهال یې د لوګي خپریدونکي بم درنه چاودنه وشوه.
رسنۍ وایي، د پېښې د رامنځته کېدو سره سم د امنیتي ځواکونو له لورې لومړی وزیر خوندي سیمې ته انتقال شوی او د قضیې په تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی دی.
د لومړنیو را پورونو له مخې چاودنه د هغه لوګي کوونکي بم له امله شوې چې له وړاندې د لومړي وزیر د وینا مراسمو په ځآی کې اېښودل شوی و، خو عیني شاهدان وایي، ناپيژنده کس د لومړي وزیر څېرمه د پایپ په څېر د یو شي د غورځولو وروسته یاده پېښه رامنځته شوه.
د یادونې وړده چې تېر کال د جولاۍ په اتمه نیټه د جاپان پخوانی لومړی وزیر شینزوابي هم د ورته پېښې د رامنځته کېدو پر مهال په ډزو وژل شوی و.