د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه وشوه
Sep 23, 2026 14:51 Asia/Kabul
د هند، برازیل، جرمني او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د هند «آني» خبري اژانس د راپور له مخې، د څلور کسیزې ډلې یا «G4» غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوس مهال نه شي کولای په اغېزمن ډول د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې خپل اساسي مسوولیت ترسره کړي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په امنیت شورا کې استازیتوب، مشروعیت، اعتبار او اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې ده او دا ستونزې د شورا له نیمګړتیاوو او د هغې له «اته لسیزو زړې او له وخت سره نه برابره جوړښت» سره تړاو لري.
ټیګونه