چین د امریکې بایکاټي کړنلاره وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131466-چین_د_امریکې_بایکاټي_کړنلاره_وغندله
د چین د خارجه وزارت ویاند د بیجنګ په وړاندې د امریکې د بندیزونو په کړنلارې باندې سخته نیوکه وکړه
(last modified 2023-04-17T22:45:15+00:00 )
Apr 18, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • چین د امریکې بایکاټي کړنلاره وغندله

د چین د خارجه وزارت ویاند د بیجنګ په وړاندې د امریکې د بندیزونو په کړنلارې باندې سخته نیوکه وکړه

د رویټرز خبري آژانس د رپورټ له مخې، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بین په دې خبرې سره چې د امریکې حکومت په بایکاټ او بندیزونو سره د دواړو هیوادونو اړیکې خرابوي، زیاته کړه: د چین حکومت هم د فنتانیل په تجارت کښې د هغوي د ادعايي لاسوهنې په وجه د چینايي شرکتونو او خلکو خلاف د امریکايي لوري بندیزونه غندي.

هغه په یوې خبري غونډې کښې دې ته په شاارې سره چې بیجنګ د انساندوستانه کړنلارې په خپلولو سره هڅه کړې چې له امریکې سره په ترټولو ښې ممکنې طریقې مرسته وکړي، زیاته کړه: د چیني ارګانونو او خلکو خلاف د بندیزونو په لګولو کښې د امریکايي لوري بیابیا اقدامات، د نشه ایزو موادو د کنټرولو په لړ کښې د دواړو لورو ترمینځ ملګرتیاوې په جدي توګه اغیزمنوي.