په سوډان کې نښتې له سره پیل شوې
د سوډان په پلازمینې خارطوم ښار کې د جنرال عبدالفتاح په مشری د فوځ د ځواکونو او د حمیدتی په مشری د چټک غبرګون د ځواکونو تر مینځ نښتې له سره پیل شوې.
په سوډان کې د واک په سر د فوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو تر مینځ نښتې د روانې اونۍ له شنبې ورځې پیل شوي چي تر دې دمه د مینځګړیتوب او د جنګ د ختمولو لپاره نړیوالې هلې ځلې ناکامې شوې دي.
په داسي حال کې چي له تیرې ورځې راهیسې نښتې کابو درېدلې وي، خو د خبري سرچینو له راپور سره سم، له نن سهاره یو ځلې بیا د ولسمشریزې ماڼۍ او د فوځ د لویې قومندانۍ په شاوخوا کې نښتې له سره پیل شوي دي.
د سوډان هوایي ځواکونو د مروی په هوایي میدان کې د چټک غبرګون په ځواکونو بمبار کړي دي.
په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازی ولکر پرتس تېره ورځ په خپل راپور کې وویل چي تر دې دمه په نښتو کې له ۱۸۰ زیات کسان وژل شوي او ۱۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوډان د فوځ ویاند اعلان وکړ چي د فوځ لوی قومندان جنرال برهان مخالفینو او د چټک غبرګون د ټولو ځواکونو لپاره د عمومي عفوې اعلان کړي په دې شرط چي فوځ ته ورتسلیم شي.
دا په داسي حال کې دی چي سوډان د فوځ له کودتا وروسته، د یوې شورا له لورې اداره کیږي چي مشري یې د فوځ قومندان جنرال برهان په غاړه لري او د چټک غبرګون د ځواکونو قومندان حمیدتی یې مرستیال دی.