لوېدیځ په اوکراین کې د سولې خنډ ګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131496-لوېدیځ_په_اوکراین_کې_د_سولې_خنډ_ګرځي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لوېدیځوال په اوکراین کې د جنګ د بندېدو مخنیوی کوي.
(last modified 2023-04-18T06:23:00+00:00 )
Apr 18, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • لوېدیځ په اوکراین کې د سولې خنډ ګرځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لوېدیځوال په اوکراین کې د جنګ د بندېدو مخنیوی کوي.

د فارس له راپور سره سم، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لائوروف له خپل برازیلی سیال مائورو ویرا سره په ملاقات کې وویل: مسکو په اوکراین کې د یوې دوامدارې حل لارې په لټه کې ده لیکن غربیانو په دې زمینه کې هیڅ کار نه کوي.

د روسیې خارجه وزیر د اوکراین د جګړې په هکله د ناټو او لوېدیځو هیوادونو په کړچار باندې په نیوکې سره، د اوکراین د مسالې د دائمي حل غوښتنه کړې ده.

د برازیل خارجه وزیر«مائورو ویرا»  هم په دغه کتنه کې په اوکراین د سملاسي اوربند د ټینګېدو او د سولې لپاره د ملګرو هیوادونو د یوې ډلې په جوړېدو ټینګار وکړ.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکې او اروپا د فشارونو سره سره، د جنوبي امریکا له مختلفو هیوادونو سره، د روسیې اړیکې په پراخېدو دي.

ټاکل شوې ده چي د روسیې خارجه وزیر ونزوئلا، کوبا او نیکاراګوئې هیوادونو ته سفرونه وکړي.