امریکا په خپل بهرني سیاست کې هم زور وایي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131644-امریکا_په_خپل_بهرني_سیاست_کې_هم_زور_وایي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي امریکا په بهرنیو اړیکو کې یوازې ګواښ، بندیز او د زور خبره کاروي.
(last modified 2023-04-21T19:09:19+00:00 )
Apr 21, 2023 11:02 Asia/Kabul
  • امریکا په خپل بهرني سیاست کې هم زور وایي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي امریکا په بهرنیو اړیکو کې یوازې ګواښ، بندیز او د زور خبره کاروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د کوبا په پلازمینې کې خبریالانو ته وویل چي د جنوبی امریکا د هیوادونو له چارواکو سره یې د امریکا له زور وینې سره د مخالفت په هکله خبرې اترې کړي دي.

لاوروف ټینګار وکړ چي روسیې، کوبا او یو شمېر نورو هیوادونو د یواړخیزو سیاستونو سره د مقابلې او د عادلانه نړیوال نظم لپاره د ملګرو ملتونو د منشور پر بنیاد باندې له یو بل سره ملګرتیا کوي.

 هغه زیاته کړه: امریکا د اکراین د مسالې څخه په استفادې سره، د روسیې په ضد یوه صلیبي جګړه په لاره اچولې ده.

د روسیې خارجه وزیر وویل د مسکو او واشنګټن تر مینځ د اړیکو د نه شتون یو لامل دا دی چي امریکا د ملګرو ملتونو له کوربه توب څخه ناوړه استفاده کوي.