روسیه د جرمني تر ۲۰ زیات ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي
Apr 23, 2023 02:18 Asia/Kabul
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، روسیه د ځوابي اقدام په توګه د جرمني تر ۲۰ ډېر ډیپلوماتان له خپلې خاورې اخراجوي.
د آزادي راډیو د خبر له مخې، ماریا زخارووا پرون شنبه د روسیې یوه دولتي ټلوېزیون ته په خبرو کې دا څرګندونې وکړې، خو نور توضیحات یې ورنه کړل.
دا اعلان داسې وخت کېږي چې تر دې مخکې په راپورونو کې وویل شول، چې برلین په پام کې لري، د روسیې ډیپلوماتان په 'ډله ایز' ډول اخراج کړي.
د جرمني په اعلان کې نه وو ویل شوي چې دقیقاً د روسیې څو ډیپلوماتان له جرمني اخراج کړای شوي او څو تنه لا په جرمني کې پاتې دي.
د برلین او مسکو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.
ټیګونه