په ملګروملتو  نړیوال اعتماد او باؤر په ختمیدا دی
(last modified Thu, 04 May 2023 07:02:54 GMT )
May 04, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • په ملګروملتو  نړیوال اعتماد او باؤر په ختمیدا دی

ضرورت دی چې په دغې نړیوالې موسیسې کې ټول کارکونکي د ملګروملتو  د منشورد سلمې مادې په چوکاټ کې عمل وکړي.

په ملګروملتو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي  ددغې موسیسې په کړچار نیوکو ته په بې پامۍ  دخپګان په ښودلو سره  ووئیل، په  ملګروملتو  نړیوال اعتماد او باؤر  دنابودۍ په حال کې دی.

تاس خبری آژانس  راپور ورکړ،په ملګروملتو کې د روسیې سفیر اود ایمي استازي واسیلې نیبنزیا  دملګرو ملتو د امنیت شورا په  غونډې کې په نړیوالو چارو کې  د اعتماد جوړونې په باب  دمشکلاتو په باب ووئيل،  په همداوروستیو کې  په دغې موسیسې د  اعتماد او باؤر د لړزانتیا شاهدان یوو او دغه باؤر د له مینځه تلو په حال کې دی.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  ملګري ملتونه  پابنده دي د ټولو غړ وهیوادونو ګټې تعقیب کړي او  او بې پلویتوب او صداق  بیلګه شي، ټينګار وکړ،ضرورت دی چې په دغې نړیوالې موسیسې کې ټول کارکونکي د ملګروملتو  د منشورد سلمې مادې په چوکاټ کې عمل وکړي.

د روسیې دغه ډيپلوماټ د ملګروملتو په کړچار وروستیو نیوکو ته په اشارې سره   ووئيل، ضروري نه ده چې منفي راي د ملګروملتو په اعتبار باندې دګوزار لپاره دهڅې ښودنه وکړي، په زیاتره موردونو کې نیوکې  په دغه نړیوال اورګان د  د حکومتو نو او خلکو  ناامیدي رابرسیره کوي.

نبینزیا په دوام کې  د ملګروملتو د سولې دسوله ساتونکو استازو ته د سپارښتنه وکړه چې له خلکو او رسندویو سره  دفعال  او نزدې ارتباط اوا دخپلو دندو پر تشریح کولو سربیره ، مطرح شوي مختلفې سمیه ایزې طرحې  په چټکۍ او مناسبې چټکتیا سره  اجرا کړئ