د فلسطین بدبختي د اسرائیلو په نکبت بدله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132962-د_فلسطین_بدبختي_د_اسرائیلو_په_نکبت_بدله_شوه
د امریکې او صهیونیسټي رژيم له دباونو او د کوټلو صلاح مشورو سره سره، د ملګرو ملتو غړو پرون په وړومبي ځل د فلسطین د مظلومو خلکو د قومي پاکونې د پنځه اویایمې کلیزې د درنښت دستورې ترسره کړې.
(last modified 2023-05-16T07:31:27+00:00 )
May 16, 2023 11:54 Asia/Kabul
  • د فلسطین بدبختي د اسرائیلو په نکبت بدله شوه

د امریکې او صهیونیسټي رژيم له دباونو او د کوټلو صلاح مشورو سره سره، د ملګرو ملتو غړو پرون په وړومبي ځل د فلسطین د مظلومو خلکو د قومي پاکونې د پنځه اویایمې کلیزې د درنښت دستورې ترسره کړې.

د دغو مراسمو له ترسره کیدو له څو ورځې مخکښې راهیسې امریکا او صهیونیسټي رژیم په هغو کښې د ګډون نه کولو لپاره د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره د لابۍ په حال کښې وو او په دغو هیوادونو یې دباؤ راوړی و او مدعي شوي وو چې د دې غونډې ترسره کیدل د سیاسي حل لارې د ترلاسه کولو لپاره د هلوځلو خنډ کیږي.

دغه مراسم په ملګرو ملتو کښې د فلسطین د دائمي څارونکي پلاوي او همداشان فلسطین د خلکو د نه تصرف کیدونکو حقوقو د پوره کیدو کمیټې له خوا، د سیاسي چارو په چلولو او د صلحې په ټینګښت کښې د فلسطینیانو د حقوقو د برخې په مرستې سره ترسره شول.

په یادو دستورو کښې د ملګرو ملتو، د افریقا د اتحادیې، د فارس خلیج د عربو هیوادونو د ملګرتیا شورا، ۷۷ ډلې، عرب اتحادیې، د ناپيئلي غورځنګ او د اسلامي ملګرتیا سازمان استازو د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په هکله خپل خپل پیغامونه ولوستل.

په سیاسي چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډي کارلو په دغو مراسمو کښې وویل: د انسانددوستانه چارو د کلتوري دفتر د رپورټ له مخې، له ۲۰۰۵کال راهیسې چې دغه دفتر د فلسطیني قربانیانو د احصائیو ثبتول پيل کړي دي، تیر کال په نیواکي لویدیخې غاړې کښې ترټولو زیات فلسطینیان وژ ل شوي دي.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په یادو دستورو کښې خپلې وینا کښې، انګلستان او امریکا د نکبت د پيښې نیغ په نیغه سیاسي او اخلاقي مسئول وبلل او ویې ویل: تاسو چې کله فیصله وکړه چې د خپلو ځانګړو استعماري موخو لپاره زمونږ په تاریخي وطن کښې یو بل رژیم جوړ کړئ، نو زمونږ د ولس په قرباني کولو کښې مو برخه واخیستله.

د کورواکه تشکیلاتو مشر په پاې کښې په ملګرو ملتو کښې د اسرائیلو د غړیتوب د ځنډیدو یا یې د صادرو کړو پریکړو اجرا ته د دغه نړیوال ارګان د اړباسلو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو عمومي ټولنې د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په اکثریت ۹۰ موافقو رایو او هم داشان ۴۷ سپينو رایو سره، په ملګرو ملتو کښې د نکبت د کلیزې د لماڼځلو په لړ کښې له فلسطین څخه د ملاتړ یو پریکړه لیک تصویب کړی دی.

د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې د نکبت د ورځې د ۷۵ کلیزې د لمانځلو غوښتنه یې کړې وه.

د نکبت ورځ (یوم النکبة) هغه نوم دی چې فلسطینیان او د هغوي ملاتړي یې د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۴ نیټه د فلسطین له خاورې څخه د لکونو فلسطینیانو د شړلو او د اسرائیلو د رژیم د جوړولو کلیزې ته د اشارې لپاره کاروي او دغه ورځ د غم او عزا په توګه لمانځي.

د ۱۹۴۸ کال د مۍ د څوارلسمې په نیمه شبه انګریز  پوځیانو چې تر هغه وخته یې فلسطین تر استعمار لاندې و، خپلې ټولې وسلې او سازوسامان یهودیانو ته ورکړ او له فلسطینه ووتل. داشا ډیویډ بن ګوریون چې هغه وخت د یهودو د نړیوال سازمان او د یهود آژانس مشر و، د ۳۷ یهودي شخصیتونو په شتون سره، د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د اسرائیلو د جعلي رژيم شتون اعلان کړ او ویې ویل: د اسرائیلو «حکومت» په رسمي توګه خپل موجودیت د مۍ په ۱۵ نیټّه تثبیتوي.

په دا ډول د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۵ نیټه د هاګانا او اشترن او پالماخ په ګډون یهودي ترهګرو ډلو چې د انګریزانو تر څارنې او روزنې لاندې وې، د فلسطنین پر ښارونو او کلیو خپلې بوږنوونکې حملې پیل کړې.

فلسطینیان چې د نکبت په ورځ له خپلې خاورې کډه په سر شول، د اردن، مصر، لبنان او شام په شان ګاونډي هیوادونو ته لاړل او تر ننه پورې د کډوالو په کیمپونو کښې اوسیږي او خپل وطن ته د ستنیدو په تمه دي.

د ۱۹۴۸ کال د مۍ پنځلسمه نیټه د ټولو فلسطینیانو لپاره یوه سپیره ورځ ده او د (نکبت) یعنې بدبختۍ په ورځې مشهوره شوه چې د صهیونیسټانو د نیواکګرۍ او د خپل پلار نیکه له ټاټوبي څخه د فلسطینیانو د کډه په سر کیدو ورځ ده.

د ۱۹۴۸ کال له دغې ورځې وروسته په ډیره لږه موده کښې لږترلږه ۱۵ زره فلسطینیان شهیدان او اووه نیم لکه نور له خپل وطنه وویستې شول. دغه شمیر، په هغه زمانه کښې د فلسطین د ټولو نفوسو له نیمايي زیات و. په مجموعي توګه ۷۰ فیصده فلسطینیان اخراج یا د خپلو اصلي کورونو پریښودو ته اړ کړې شول.

له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۵۰ کلونو ترمینځ موده کښې د فلسطین د رسمي نیواک په پیلیدو سره څه باندې ۵۳۰ فلسطیني کلي او ښارونه وران کړې شول. زیاتره کلي او ښارونه به په دې وجه ویجاړول کیدل چې فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه نه شي. له هغې ورځې نه را په دې خوا په ۷۵ کلونو کښې څه باندې یو لاک فلسطینیان د نیغ په نیغه ډزو له امله شهیدان شوي او یو میلیون تنه هم نیول شوي دي.

د نکبت د ورځې سپیره ښکارنده د نړۍ د وروستیو سلو کلونو د ترټولو اوږد او له غمه ډک انساني او سیاسي کړکیچ د رامینځته کیدو او په په تیرو ۷۵ کلونو کښې په سیمه کښې د پراخې ناامنۍ، د فلسطین د خاورې د پلان شوي نیوک او ظالمانه غصب، د فلسطینیانو د نسل وژنې او د دغې مقدسې خاورې د اصلي اوسیدونکو د ډیرو ابتدايي انساني حقوقو د خلاف ورزۍ سبب شوه.

په ۱۹۴۸ کال کښې د فلسطین د کابو یو ملییون کسانو له بې کوره کیدو او هم داشان د ۱۹۶۷ کال د جون میاشتې له جنګ وروسته د څه باندې دوو لکو نورو له کډه په سر کیدو سره سره، د ۲۰۲۲ کال په پاې کښې د فلسطینیانو د نفوسو شمیر له ۱۴ میلیون او ۳ لاکو اوښتی دی چې ښودنه کوي له ۱۹۴۸ کال راهیسې د یې نفوس لس چنده شوي دي او دا د صهیونیسټي رژيم لپاره ترټولو ستره ماتې ده ځکه چې د دغه رژيم وړومبنې او وروستی هدف، په تیرو څو لسیزو کښې د فلسطینیانو د هویت ختمول وو.

صهیونیسټي رژيم به هر کال د فلسطین د نیواک ورځ د اسرائیلو د جوړیدو د ورځې په توګه جشن ترسره کوه خو سږ کال دوو پيښو د دغه جشن مخه ونیوله، ووړومبی دا چې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ په اول ځل دغه ورځ د نکبت د ورځې په توګه چې د فلسطینیانو غوښتنه وه، وپیژندله او دویمه دا چې په تیر ۵ ورځني جنګ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو له خوا له غزې څخه د کابو ۱۵۰۰ توغندیو حملو، صهیونیسټي رژیم د دغه جشن لمانځلو ته پرې نښوده.