د امریکا ولسمشر د چین د ولسمشر سره د لیدنې لیوالتیا
May 18, 2023 09:33 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنې ته اشاره کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنې ته اشاره کړې ده.
په جاپان هېواد کې د G7 غونډه کې د ګډون په موخه د سفر وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ژر به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وویني.
د امریکا ولسمشر وروسته له هغې د چین د ولسمشر سره د لیدنې په اړه لیوالتیا ښيي چې د چین په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو هڅې پیل شوې وې.
د يادونې وړ ده چې د G7 سرمشريزه به د مې له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د جاپان په هيروشيما كې تر سره شي.
ټیګونه