نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده
د افغانستان او پاکستان په ګډون، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي آتمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده
د افغانستان او پاکستان په ګډون، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي آتمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
ګڼشمېر فرهنګپالو او پښتنو پر ټولنیزو رسنیو د «پښتو ژبې نړیوالې ورځې» مبارکي لیکلي او د یادې ژبې د ودې او پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
تېر کلونه به د حکومت په کچه د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په تړاو غونډې جوړېدې، خو سږکال یې تر دې مهاله د نمانځغونډې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پښتو چې د لرغونو آريايي ژبو څخه یوه خپلواکه ژبه ده، چې په دې وروستیو کلونو کې پر کتابونو سربېره، ټکنالوژۍ ته هم ورګډه شوې، خو د ژبپوهانو په اند، لا هم ډېر کار ته اړتیا لري.
پښتو ژبه د نړۍ له وېښو او پرمختیايي ژبو له ډلې شمېرل کېږي او ورځ تر بلې د پرمختګ پر لوري درومي چې وروستیو کې د پښتنو ځوانانو، ښوونکو او فرهنګپالو هڅې هم د ستایلو دي.
د یوشمېر بنسټونو د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۰میلیونه وګړي پر پښتو ژبه خبرې کوي، چې پر افغانستان سربېره پاکستان، هند او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.