په هند کې د اورګاډي پېښه/ نږدې ۳۰۰ کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر ټپیان دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133888-په_هند_کې_د_اورګاډي_پېښه_نږدې_۳۰۰_کسان_مړه_او_له_۹۰۰_ډېر_ټپیان_دي
د هند په اوډیشا ایالت کې د درېیو اورګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا درې سوو ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 03, 2023 13:03 Asia/Kabul
  • په هند کې د اورګاډي پېښه/ نږدې ۳۰۰ کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر ټپیان دي

د هند په اوډیشا ایالت کې د درېیو اورګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا درې سوو ته رسېدلی دی.

د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په دغه اورګاډي کې د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۰۰ تنو ته لوړ شوی او د ټپيانو شمېر هم تر ۹۰۰ تنو واوښت. هندي رسنیو پر ځايي وخت نن تر غرمې پورې، د دغې پېښې د مړو شمېر له ۲۹۰ تر ۳۰۰ کسانو ښودلی دی.

د اوډیشا د اور وژنې ادارې عمومي مشر د سختو ټپیانو شمېر ډېر اعلان کړ او ویې ویل چې د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري.

د پېښې ځای ته تر ۲۰۰ ډېر امبولانسونه استول شوي دي. له هغو ۸۰ ډاکټرانو سره چې له پرون راهیسې په سیمه کې د ټپیانو د درملنې لپاره موجود وو، ۱۰۰ ډاکټران هم شامل شوي دي.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو تیز رفتار ریل ګاډی چې له بنګلور څخه بنګال ته روان وو، د کلکتې – چنای په لاره روان اورګاډي سره ټکر شو.

دغه ایالت د شنبې په ورځ د قربانیانو د درناوي په موخه، د عام ماتم ورځ اعلان کړې ده.