روسیې د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133952-روسیې_د_اوکراین_په_پوځي_هوايي_ډګرونو_بریدونه_وکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په ماسکو باندې د اوکراین وروستیو بې پایلوټه الوتکو حملو ته په ځواب کښې د کي یف په پوځي ډګرونو باندې د روسیې د حملو خبر ورکړ.
(last modified 2023-06-04T20:59:43+00:00 )
Jun 05, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو بریدونه وکړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په ماسکو باندې د اوکراین وروستیو بې پایلوټه الوتکو حملو ته په ځواب کښې د کي یف په پوځي ډګرونو باندې د روسیې د حملو خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل ماسکو وړمه شپه د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو باندې بریدونه وکړل او هلته موجودو الوتکو او تاسسیساتو ته یې د پام وړ تاوانونه اړولي دي.

دغه وزارت وویل روسیې د اوکراین د پوځي د قومندنۍ په مرکزونو، یوه ریډار او پوځي تجهیزاتو او د وسلو او د مهماتو په یوه ګودام او تاسیساتو باندې حملې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت دغه راز ټینګار وکړ چې په یوې بلې حملې کښې یې  د اوکراین ډنیپروپیټروفکس ښار ته نږدې د کي یف د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو یوه کارخانه تباه کړي ده.

دغه راز د کریمه ټاپومې وزمې مشر سرګي اکسیونوف په دغه سیمه کښې د اوکراین د نهو بې پایلوټه الوتکو د نسکوریدا او له کاره د غورځیدا خبر ورکړ.

هغه وویل د کریمه ټاپووزمې هوايي دفاع  سیسټم وړمه شپه د اوکراین پینځه بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي او څلورې نورې هم د الکیټرونیک جنګ د سیسټم لخوا مسدودې شوې.