د چین او د روسیې هوايي ګزمې قانوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134134-د_چین_او_د_روسیې_هوايي_ګزمې_قانوني_دي
انترفاکس خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د فاع وزارت ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو هوايي ګزمې د هیڅ هیواد پرضد نه دي او هغه له نړیوالو قوانینو سره سمون لري.
(last modified 2023-06-09T01:46:46+00:00 )
Jun 09, 2023 03:46 Asia/Kabul
  • د چین او د روسیې هوايي ګزمې قانوني دي

انترفاکس خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د فاع وزارت ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو هوايي ګزمې د هیڅ هیواد پرضد نه دي او هغه له نړیوالو قوانینو سره سمون لري.

په ټایوان باندې د وسلو د خرڅولو او په ختیځې اسیا سیمې کښې له خپلو متحدانو سره د ډیرو ګډو پوځي مانورو د ترسره کولو په شمول  په ختیځې اسیا کښې د امریکا د تاوتریخوالو د رامینځته کولو خوځښتونه  او لاسوهنې تل د چین او د شمالي کوریا له نیوکې او مخالفت سره مخامخ دي.

په همدې زمینه کښې د سینګاپور په شانګري ـ لای امنیتي غونډې کښې د روسیې او د چین پرضد د امریکا د جاپان او د جنوبي کوریا د لمسونکو څرګندونو له مطرح کیدا څو ورځې وروسته   چین او روسیې د جون د میاشتې له شپږمې نیټې راهسې د ختیځ چین د سمندر او د جاپان د سمندر د پاسه ګډې هوايي ګزمې پیل کړې.

دا له دوه زره نولسم میلادي کال راهسې د ماسکو او د پیکینګ شپږمه ګډه هوايي ګزمه ده چې ترسره کیږي.

جاپان او جنوبي کوریا د روسیې او د چین په ګډې پوځي ګزمې باندې د اندیښنې په ښودلو سره په دغه هوايي ګزمې باندې د څارنې لپاره خپلې جنګي الوتکې سیمې ته واستولې.

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین پرون وویل د روسیې د  هوايي ځواکونو او د چین د خلق د ازادي غواړي پوځ ګډې هوايي ګزمې له نړیوالو قوانینو سره سمون خوري او هغه د هیڅ هیواد پرضد نه دي.