په افغانستان کې د زده کړې وضعیّت ترخطرناک حده رسیدلی
سټیفن دوجاریّک بیګا ووئيل،دا به دافغانستان د خلکوپه تیره بیا د میرمنو او انجونو لپاره دو روسته پاتیوالي یو بل وحشتناک ګام وي.هغه زیاته کړه،هر کس د زده کړې څخه دبرخمنیداحق لري
د ملګروملتو دسرمنشي ویندوي سټیفن دوجاریّک په یولړڅرګندونو کې ووئیل، دغه موسیسه په افغانستان کې د زده کړې د خدماتو له وړاندې ولو د نړیوالو اورګانونو دمنع کولو لپاره د طالبانو د حکومت په پلان سخته اندیښمنه ده.
په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته تر رسیدا وخت راهسې تردې دمه دغې ډلې د افغان میرمنو او انجونو لپاره ډير زیات محدودیّتونه لګولي دي چې سبب شوي دي ،دوي له خپل عادي ژونده ډير وروسته پاتې شي. چې په دغو محدودیّتونو کې د انجونو د زده کړو ممنوعیّت او په حکومتي او خصوصي اورګانونو او ادارو کې میرمنو ته د کار د اجازت نه ورکول هم په سر کې دي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،سټیفن دوجاریّک بیګا ووئيل،دا به دافغانستان د خلکوپه تیره بیا د میرمنو او انجونو لپاره دو روسته پاتیوالي یو بل وحشتناک ګام وي.هغه زیاته کړه،هر کس د زده کړې څخه دبرخمنیداحق لري او مونږ غواړو ډاډمن شو چې د طالبانو دموقته حکومت چارواکي دماشومانو او نورو خلکو لپاره ښونې ته لاس رسی تضمینوي.
د دوجاریّک څرګندونې په داسې حال کې دي چې دملګروملتو امنیت شورا غړو،د افغانستان لپاره دتیرې میاشتې پخپلې ناستې کې په افغانستان کې د میرمنو دکار او دزده کړې دممنوعیّت دفوري لغوه کولو غوښته کړې ده.
د افغانستان واکمن لوري صادره شوه پریکړې بانډې په سختو نیوکو سره وئیلی دي ، دمیرمنو دزده کړې او کار د محدودیّت موضوع دافغانستان یوه داخلی او اجتماعي مسئله ده چې باید سیاسی نشي.