د تهران او ځينو نړیوالو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134576-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_نننیو_ورځپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم که وخنت ؤ نو ځيني نړیوالو ورځپاڼې به هم  درسره شریکې کړو ،هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-06-18T04:58:16+00:00 )
Jun 18, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينو نړیوالو نننیو  ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم که وخنت ؤ نو ځيني نړیوالو ورځپاڼې به هم  درسره شریکې کړو ،هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي.

   داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي د عربستان له  خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنې کې روښانه کړه ،  اسلامی ایران له ا سلامی هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا کې  هیڅ محدودیّت او خنډ نه لري ،همداراز فیصل بن فرحان هم ووئيل، داسلامی هیوادونو تعامل په سیمې کې د پرَدیو  نه لاسوهنې  لپاره یو ضمانت دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي  ، د ایران اسلامی جمهوریت په آسیا کې د لبنیاتو  ترټولو لوي صادرونکی هیواد شو.

د امریکا د کانګرس دوو جمهوری غواړو استازو  دایران او چین  په توغندوي ملګرتیا باندې د اندیښنې په څرګندولو سره  روښانه کړې ده چې  د ایران توغندوي توانمنئ دامریکائي ټاټوبي لپاره خطره رامینځةکولی شي.

روئيټرز خبری آژانس  په ورځې کې د ایران د   تیلو د کابو دوو میلیون بیرلو د صادراتو خبر ورکړ ددې په ترڅ  کې چې  په دیارلسم حکومت کې بهرنۍ پانګونې  چې د مخکیني حکومت   د فعالیت په ورته مودې  سره په پرلته کې 85فیصده وده ئې درلودلې ،تقریبا   د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د پړاؤ دوه برابره وو.

په امریکا کې صهیونیسټي لابیو دتل ابیب د داخلی دړې وړې کیدا په باب سخت خبرداری ورکړی او وئيلي ئې ديۍ ،تل ابیب  پخپل ځان د ډزو  او خودکشۍ په حال کې دی  او په امریکاکې ئې خپل ځائيګی هم له لا سه ورکړی دی.

 د ایران د ا سلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  د فلسطین  د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشي زیاد النخاله سره په کتنې کې  ووئیل، په نزدې راتلونکي کې  به د مقاومت  جبهه له تیره وخته لاپیاوړي ووینو.  

              داهم جام جم آنلاین خپرونه ده  چې په انټرنیټي پاڼې کې ئې  نن لیکلي دي ، د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران الټي میټم ته مثبت ځواب ورکړ او د دغه هیواد له کجکي ډیم څخه ئې د ا یرانیو متخصصانو د لیدو لپاره پخلاکیدا ښودلې  چې ښئ  دایران ډيپلوماسۍ بریالی عمل کړی دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،سیمه ایز او نړیوال کارپيژآند او شناندي  ایران ته دعربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان سفر ډير مهم  او سټراټژيک  ګام ګڼي او وائي په دغه سفر سره  هم ددواړو هیوادونو او هم د سیمه ایزو هیوادونو د تعامل او همغږۍ  زمینه برابره شوې او دا تعامل په سیمې کې د پرَدیو د لاسوهنې  خنډ کیدلی شي.

 ورځپاڼې په دوام کې  لیکلي دي ،د  امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن    د اړیکو د سړوالی په اوج کې  د چین له چارواکو سره دخبرواترو لپاره بیجینګ  ته و رسید خو شناندي و ائي دغه سفر  به ددواړو هیوادونو په اړیکو کې پر دغه نهیلیتوب او سړوالي هیڅ اغیزې  ونه شیندي.

لویدیځي هیوادونه  چې  د اوکراین په جنګ  کې ئې ډيرې زیاتې پانګونې کړي دي ، په هرې وسیلې سره  چې وي ،د جنګ  دوام ته  د اوکراین دمشرانود هڅولو  هڅه کوي حال دا چې ډنډورې وهي چې   روسیه د خبرواترو میز ته نه کیني او جنګ ته دوام ورکوي .

 په  ملګروملتو  کې د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو په باب څیړونکي کمیشن د لویدیځي غاړې د یوځاي کیدا په باب ددغه رژيم د پلان په باب خبرداری ورکړ.

 د پاکستان د خزانې چارو وزیر اسحاق ډار په ډاګه ووئيل، ځیني بهرني قدرتونه هڅه کوي ، ددغه هیواد اقتصادي بحران دوام ومومي او دغه هیواد د دیوالیه  کیدا تر ګړنګه ورسیږي.

د ایران اسلامی جمهوریت او عربستان د  ګډو سیاسی او اقتصادي کمیټیو پر جوړولو تفاهم ته ورسیدل.

د افغانستان د طالبانو حکومت  پر ځینو نورو بهرنیو موسیسو  او اورګانونو  چې ددغه هیواد دښونې او روزنې په برخو کې فعالیتونه کوي لازیات محدودیتونه ولګول.

                    دا هم  د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د لبنان دمقاوت  دعالمانو  دشورا لوړپوړی مسئول شیخ صهیب  حیلي ووئيل، د فلسطین آزادي په بشپړ ډول راښکاره شوې ده . ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په دې خبرې په ټينګار سره چې  لویدیځ  پر دغه هیواد سټراټژيکه ناکامي نشي تپلی ، ووئيل  ماسکو اوسمهال  ایټمي وسلو ته  لاس اچولو ته کومه اړتیا نه لري، البته  په سپينې روسیې کې د ایټمي وسلو دیره کیدا لویدیځ ته یو جدي خبرداری دی .

بلومبرګ انټرنیټي تحلیلی ویب پاڼې  په یوه وروستي تحلیل کې لیکلی دي،د ایران د تیلو صادرات په وروستیو پنځو کلونو کې تر  ټولو لوړې اندازې ته رسیدلي دي.

د کیوبا ولسمشر دغه هیواد ته د ایران د ولسمشر په سفر پسې په شننو باندې په غبرګون کې وئيلي دي،د روان کال ترپاي پورې حتما  تهران ته په سفر ځي.

د ا روپائي  چارو یوه کار پيژاند او شناندي مرتضی  مکي  دسیف ګارډز د مقرراتو او قوانینو په چوکاټ کې  د  ایټمی انرژ ۍ له نړیوال آژانس سره  د ایرن بشپړ ملګرتیا ښئ چې د ایران د اسلامی جمهوریت  ایټمي صنعت په بشپړ ډول سوله ایز دی او قانوني لارې کچ کوي.

د پاکستان په سند صوبې کې په داسې حال کې  سیاسی دنګل اوج ته رسیدلی چې ددغې صوبې  له سمندری سره ساحلي پراخې سیمې ستر او ویجاړونکی طوفان ګواښي.

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  دبینیامین نتن یاهو دحکومت مخالف لوري یو ځل بیا ګواښ کړی که د قضائي اصلاحاتو  پروژه  بیرته وانخستل شي ، ددغه ټاټوب اوسیدونکي  به بیا واټونو ته راووځي .  داپه داسې حال کې دي چې په  دنیواکي ټاټوبو  په لسګونو ښارونو اوښارګوټو کې د نتنیاهو د افراطي حکومت په ضد اعتراض کونکو لکونو خلکو د هغه او د هغه د افراطي  کابینې د مستعفی کیدا غوښته کړې ده.

               او س هم راګرځو ځينو هغو  بهرنیو  خپرونو ته چې دافغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي او  مونږ هم له اڼترنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو  خپرونو خپل دریځونه دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې  لیکلي دي ، دوې میاشتې مخکې یوه شپه د  افغانستنا د  طالبانو د امنیتي افسرانو یوه ډله د پلازمېنې په څنډه کې د داعش پر یوه پټنځای د برید لپاره چمتو شوې وه. چې د طالبانو د دې ډلې مشر حبیب الرحمان په داسې حال کې چې ځان ته یې ځای لټَوه د خپل ملګري ټليفون واخیست او نورو مشرانو ته یې زنګ وواهه چې د حملې مشخص ځای په وټس‌اپ کې ورولېږي.

ورځپاڼه لیکي، ستونزه دا وه چې د دې سړي وټس‌اپ د امریکا د بندیزونو په حساب بند و.

د نیویارک ټایمز په باور دا کس یوازې نه‌دی په وروستیو میاشتو کې د طالبانو چارواکي دا شکایت لري، چې د دوی د ګڼو پولیسو او پوځیانو وټس‌اپ حسابونه بند شوي او د ځینو وټس‌اپ حسابونه موقتي بندېږي.

ورځپاڼه لیکي، له دې ښکاري، چې څرنګه وټس‌اپ د طالبانو د دې نوي حکومت د ملا په تیر بدل شوی دی.

نیویارک ټایمز په بغلان کې د طالبانو د پولیسو د یوه ویاند شیر احمد برهاني په وینا لیکي، دوی ته وټس‌اپ ډېر مهم دی، که وټس‌اپ نه وي د دوي اداري او غیر اداري کارونه به ګډ وډ شي.

           د لوېدیځ بلې خپرونې، ایرو ایشیا ریویو په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د نوي راپور مهم ټکي را اخیستي دي.

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتو تحلیلي راپور  روانه میاشت خپور شو.

دا له ۲۰۱۱  کال را په دې خوا  ورته څوارلسم راپور دی چې محتوا یې د خپرونې په باور لوستونکی خوابدی کوي.

په دې نوي اووه وېشت مخیز  راپور کې هغو ترهه ګرو ګواښونو ته اشارې شوې ده چې له نږدې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې پیدا شوې دي.

ایروایشیا ریویو لیکي چې د دې راپور د خپرېدو پرمهال دا مهمه ده چې د ۲۰۲۰ کال تړون ته چې د طالبانو او د امریکا د  ولسمشر ټرمپ د حکومت ترمینځ وشو، تم شو.

په هغه تړون کې چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې لاسلیک شوی، طالبانو ژمنه کړې ده چې دوی به د القاعده په ګډون هیڅ ډلې یا شخص ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا متحده‌ایالتو او د هغې متحدانو ته ګواښ متوجه کړي.

د ایرو ایشیا ریویو په خپرې کړې مقاله کې راغلي چې نن سبا په افغانستان کې له اټکل سره سم شاوخوا یو وېشت مختلفې ترهګرې ډلې فعاله دي چې ځیني یې په نړیواله کچه او یو شمېر یې په سیمه‌ییزه کچه خپل اهداف لري.

په دې مطلب کې وړاندې دا خبره شوې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته القاعده او داعش په افغانستان کې وده کړې ده.

طالبان دا ردوي او وایي چې، دوی د دوحې له تړون سره سم هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي او هېڅ ډله نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید پېښ کړي.