تاریخ پاڼه شماره ۷۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i13504-تاریخ_پاڼه_شماره_۷۹
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان له دیرشمې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جون د میاشتې له شپږمې نیټی سره برابره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2016 07:22 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۷۹

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان له دیرشمې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جون د میاشتې له شپږمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

دوه سوه اووه اتیا کاله پخوا، د یوولس سوه پنځوسم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په دیرشمه نیټه، حسین بن محمد بن موسی بن محمود بن صالح خالدی په بیت المقدس کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او په همهغه ځائ کښې یې د ادبی او اسلامی علومو زده کولو ته مخه کړه. خالدی یو پوه عالم او ماهر کاتب ؤ او په ښکلی خط کښې یې هم شهرت درلود. خالدی د خپلو رقیبانو د حسادت په وجه زندانی شو خو د یوه بزرګ په وسیله آزاد شو. هغه په شعر ویلو کښې ډیره وړتیا درلوده او له ځانه یې یو شمیر تالیفات هم په یادګار پریښی دی. د (البشائر النبویه) کتاب او (غایة الوصول فی مدح لرسول) او نور د خالدی له تالیفاتو څخه دی. خالدی د خپل ژوند په وروستیو کښې قدس ته ستون شو او د دولس سوم هجری قمری کال د شعبان په وروستۍ نیټه په پنځوس کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

یو سلو پینځلس کاله پخوا، د نولس سوه لومړی کال د جون د میاشتې په شپږمه نیټه، د انډونیشیا د خپلواکۍ پلار او د دغه هیواد لومړنی ولسمشر احمد سوکارنو وزیږید. احمد سوکارنو د مینځنیو زده کړو له ترسره کولو وروسته د اینجینئرۍ په څانګه کښې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او ډکټرا یې ترلاسه کړه. سوکارنو د زده کړو له وخته سیاسی فعالیتونه هم کول. هغه په نولس سوه شپږویشتم میلادی کال کښې د هالینډ د ښکیلاکګرو ځواکونو پر خلاف د جنګ لپاره د انډونیشیا ځایی ګوندونه تنظیم کړل. له دې کبله د هالینډیانو لخوا له څو ځله نیول کیدا وروسته په نولس سوه څلویښتم کال کښې سوماترا ته جلاوطن کړئ شو او د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې پر انډونیشیا د جاپان د حملې په وختو کښې یې په زیاتې هڅې سره په انډونیشیا کښې د هغوئ د پرمختګ مخنیوۍ وکړ. په نولس سوه پینځه څلویښتم کال کښې له هالینډه د انډونیشیا د خپلواکۍ په وخت کښې سوکارنو ولسمشرۍ ته ورسید او د هالینډیانو له حملو سره سره یې وروستۍ بریا ترلاسه کړه. هغه د یوګوسلاویا او مصر د ولسمشرانو ټیټو او جمال عبدالناصر په ملګرتیا د ناپییلتوب غورځنګ له اصلی بنسټګرو څخه ؤ خو د نولس سوه اووه پنځوسم نه تر نولس سوه څلور شپیتم میلادی کلونو په اوږدو کښې له ملایشیا سره د نښتې، په پوځ کښې د بلوا، د ولسی مخالفتونو، له شوروی سره د اړیکو د خړپړتیا، هم ګڼ شمیر او لګښت لرونکو ودونو او د ګران بیه کلکسیونونو د راټولولو په شان پیښو د سوکارنو کورنۍ او بهرنۍ اعتبار زیانمن کړ او د هغه د حکومت ستنې یې ولړزولې او په پائ کښې د جنرال سوهارتو په کودتا سره چې د لویدیځ لخوا یې ملاتړ کیده، د احمد سوکارنو سیاسی عمر پائ ته ورسید.

««««««««««««

اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د انقلاب شورا په مصوبې سره د ایران په اسلامی جمهوریت کښې بانکونه ملی اعلان شول. دغه اقدام په بانکونو کښې د ملی حقوقو او پانګو د خوندی ساتلو او د هیواد د تولیدی څرخونو د ګرځولو او د خلکو د سپماوو او پیسو د ساتلو لپاره ترسره شو. په دې لړ کښې او د انقلاب شورا په مصوبې سره د روا او مشروط مالکیت د اصل د منل کیدو په ترڅ کښې او د بانکونو د عایداتو د ترلاسه کولو څرنګوالی او بهر ته د پانګو د ناروا انتقال څخه مخنیوی او همداراز د هیواد په اقتصاد کښې د بانکونو اساسی رول او د بانکی موسسو سره د هیواد د اقتصاد طبیعی اړیکو ته په پام سره له دولت څخه د بانکونو پوروړوالی او د حکومت سرپرستۍ ته د هغو اړتیا د هیواد د نورو ادارو سره د بانکونو د فعالیتونو د غږملتیا ضرورت او د اسلامی انتفاعی او اداری چارو په لاره کښې د بانکونو د فعالیت د سوقولو ضرورت ته په توجه سره د ایران ټول بانکونه ملی اعلان شول. د بانکونو ملی کیدل چې د عبوری حکومت لخوا اعلان شول، په حقیقت کښې د هیواد د اقتصادی څانګو د ملی کولو په برخه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت لومړنی اقدام ګڼل کیږی.

««««««««««««

څلور دیرش کاله مخکښې، د نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال د جون په شپږمه نیټه، د صهیونیسټی رژیم پوځ یوځل بیا پر لبنان حمله وکړه. په دغه تیری کښې صهیونیسټی پوځیانو د لبنان پلازمینه بیروت وینوه. د قدس د نیواکګر رژیم عسکرو په لبنان باندې د حملې په وخت د دغه هیواد اقتصادی، صنعتی او ښاری بیخ بیناوې ورانې کړې او ډیر جنایتونه یې وکړل. د همدغه کال په ستمبر کښې له بیروت سره نزدې د صبرا او شتیلا په نامه دوو کیمپونو کښې د فلسطینی کډوالو سخت قتل عام وشو.

خو سره له دې د لبنان مسلمانو جنګیالیو د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په وړاندې په مقاومت سره هغوی ورو ورو په شا وتنبول او هغوی او همداشان د لبنان په سویل کښې د هغوی تالی څټو ته په زیاتو تاوانونو او ګوذارونو په ورکولو سره یې هغوی د دوه زرم میلادی کال په مئی میاشت کښې د لبنان له نیواکی سیمو شاتګ ته اړباسل.

««««««««««««

دوه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال د جون په شپږمه نیټه، د هند پوځ د دغه هیواد په لویدیځ کښې د پنجاب صوبې په امریتسر ښار کښې د طلایی معبد په نوم د سیکانو پر ډیر ستر معبد حمله وکړه او نږدې زر تنه سیکان یې ووژل. د هند حکومت له قوله بیلتون غواړو سیکانو په دې معبد کښې زیات شمیر وسلې راټولې کړې وې او غوښتل یې د مرکزی حکومت پر خلاف پاڅون کړئ او خپلواکی اعلان کړی او د خالصتان په نوم یو هیواد رامینځته کړی چې د سیکانو تر واکوالۍ لاندې وی. پر طلایی معبد د هند د پوځ یرغل دغه نقشه دړې وړې کړه او بیلتون غواړی سیکان ډیر کمزوری شول. هغوئ هم د دغه اقدام په جبیره چې د هند د هغه وخت د صدراعظمې میرمن ایندرا ګاندی په حکم ترسره شو، هغه یې په نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال کښې ووژله.

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش