د ذي الحجې نهمه، د عرفې یا د راز او نیاز ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135062-د_ذي_الحجې_نهمه_د_عرفې_یا_د_راز_او_نیاز_ورځ
عرفه د کال یو له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 28, 2023 09:01 Asia/Kabul
  • د ذي الحجې نهمه، د عرفې یا د راز او نیاز ورځ

عرفه د کال یو له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.

عرفه د مسلمانانو په منځ کې د کال تر ټولو فضیلت لرونکو ورځو څخه شمېرل کېږي او په روایتي سرچینو کې په دې اړه اعمال راغلي چې تر ټولو ډېر فضیلت لرونکی یې دعا او استغفار ده.

دا په اسلامي کلیزه کې یوه له سپېڅلو ورځو څخه ده، د حج دویمه ورځ او له هغې وروسته ورځ، د لوی اختر یعني د اسلامي رخصتۍ لومړۍ ورځ ده.

 د دې ورځې په سهار کې، مسلمان حاجیان له منا څخه یوې نږدې غونډۍ او میدان ته چې د عرفې غر او میدان نومېږي ځي. له همدې ځايه حضرت محمد (ص) د خپل ژوند په اخري کال کې يوه وروستۍ مشهوره خطبه ویلې ده.