بایډن په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب څخه ملاتړ وکړ
Jul 06, 2023 03:15 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر تېره ورځ د سوېډن له لومړي وزیر اولف کریسترسون سره په کتنه کې د ناټو په تړون کې د دې هیواد له غړیتوب څخه ملاتړ وکړ.
په داسي حال کې چي ترکیې او هنګاري په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره مخالفت کوي، بایډن ناټو سره، د سوېډن پیوستون مهم بللی دی.
بایډن خپلو خبرو کې له سوېډن څخه د امریکا د یوه ارزښناکه ملګرې په توګه یادونه کړې ده.
دواړو لورو د اوکراین د جنګ او چین سره، د لوېدیځو هیوادونو د سیالیو په هکله خبرې اترې کړي دي.
ټیګونه