حسینی غورځنګ او د کربلا غمیزه
زما رهبر او پیشوا حسین (ع) دی او څه ښه امام دی . د پیغمبر اکرم ص د زړه خوشحالونکی ، ځیرې ورکونکی او خبرداری ورکونکی دی . علی (ع ) او فاطمه (س) یې پلار او مور دي ، بل څوک د هغو په شان دا ویاړ درلودلی شی ؟
دوستانو د حضرت امام حسین علیه السلام په وفادارو یارانو کې ځیني د منبرونو او لیکنو په و وا سطې سره پيژندل شوي دي،البته ځینو ته څه خاص اشاره نه ده شوې او په همدې خاطر دهغو په باب لږ معلومات موجود دي . مونږ ه دامام حسین علیه السلام دکم پيژندل شوو یارانو د معرفئ په باب دوه مطلبونه لرو ، چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.
هیڅ یو غورځنګ له وفادارو ملګرو پرته نه دي بریالي شوي او هیڅ پاڅون هم له سرښیندونکو پرته انجام ته نه دي رسیدلي . بې شکه د هغو رغنده پاڅونونو د رهبر یا رهبرانو پر مهم او اغیزشیندونکي رول سربیره چې د تاریخ په اوږدو کې د غوره بدلون د رامینځة کولو په سبب تل پاتې شوي ، ددغه شان غورځنګو تل پاتیکیدا ، د هغو وفاداراو ملګرو او یارانو د میړنتوب او شجاعت پامته داره دي چې په دغو پاڅونونو کې ئې شتون درلودلی او خپل رهبر ئې یوازې نه دی پریښودلی. په تاریخ کې یو ترټولو لوي او اغیزشیندونکی غورځنګ د عاشورا غورځنګ دی چې د حضرت امام حسین علیه السلام وفادارو ملګرو ددغه پا څون په تل پاتیکیدا کې مهم او غوره رول درلودلی دی .داسې وفادار ملګري چې حضرت امام حسین علیه السلام دوي داسې یاد کړي دی؛ چې فرمائي ؛ زه له خپلو وفادارو اصحابو اوملګرو لاښه او وفادار هیڅ ملګری او اصحاب نه پیژندم .
اسلم بن عمرو د امام حسن مجتبی علیه السلام له ترک خادمانو وو چی د هغو له شهادته وروسته امام حسین علیه السلام هغه د امام حسن له بچیانو واخیسته او امام سجاد ع ته یې ډالۍ کړ . اسلم لوستلو اولیکلو باندې پوهیده ، ښه خط یې هم درلوده او د امام حسین ع له کاتبانو بلل کیده . هغه چی د حسین ابن علی ع په مکتب کې روزل شوی وو ، له مدینې تر مکې او بیا تر کربلا د امام ع له کاروان سره حرکت وکړ او له هغه هیڅ ناپایداره وینا نده ثبت شوی . غشی ویشتونکې ، کماندار ، کاتب ، د قران قاری ، په عربی ژبه پوه چی د عاشورا په ورځ یې داسې رجز ولوسته .
دریاب زما د نیزې او تورې له ګوزارونو متلاطم او فضا زما له غشیوډکیږی او کله چی زما لاس او تور په حرکت کی راشی نو کینه کښ او حسود زړه له ویرې چوی .
ځینو دغه حماسی شعر هم هغه ته نسبت ورکړی دی .
زما رهبر او پیشوا حسین (ع) دی او څه ښه امام دی . د پیغمبر اکرم ص د زړه خوشحالونکی ، ځیرې ورکونکی او خبرداری ورکونکی دی . علی (ع ) او فاطمه (س) یې پلار او مور دي ، بل څوک د هغو په شان دا ویاړ درلودلی شی ؟

اسلم بن عمرو چی ځینو یې نوم رومی او توکم یې ترک او د ایران د شمال د دیلم اوسیدونکی بللی دی . د کربلا په میدان کی دلاورانه وجنګیده او د عمر سعد د لښکر په لسګونو عسکر یې ًپه وینو کی ولغړول . بیا د ډیرو زخمونو په دلیل اسلم خپل توان له لاسه ورکړ او په مځکه وغورځیده . سید الشهدا (ع) ورته ځان ورسوه ، وژړیده او خپله مبارکه څیره یې د هغه په څیرې کیښودله . اسلم سترګې خلاصې کړې او کله یې چی امام ع ولیده نو ویې ویل له دې ستار بل څه ویاړ چی حسین ع خپله څیره زما په څیرې کیښودله . بیا یې مسکاوکړه او شهید شو .
بریر بن خضیر همدانی له شیعیانو او د پیغمبر اکرم ص د اهل بیتو له خاصو میناوالو او د امام حسین علیه السلام یو بل وفادار ملګرې دی . بریر د یمن اوسیدونکی د همدان قبیلې له بنی مشرق کور نۍ او په کوفه کی میشت وو چی مورخانو په دې دلیل چی ډیر زیات یې قران لوسته هغه ته د سید القرا لقب ورکړی دی . هغه د کوفې جومات له قاریانو او پرهیزګاره مفسر هم وو .
د القضایا والاحکام کتاب چی د امام عی ع او امام حسن ع له قوله مطلبونه هم پکې شامل دی ، په هغه پورې منسوب دی او یوه شیعی فقیه مامقانی دغه کتاب د شیعه له معتبرو فقهی کتابونو بللی دی .
بریر بن خضیر همدانی د امام حسین ع له حرکت له خبرتیا وروسته له کوفې څخه مکې په لور روان وو تر څو له هغه حضرت سره یو ځای شی او له سلګونو کلومیټره لاره وهلو وروسته له امام ع سره کربلا ته ورسید .
هغه وخت چی امام حسین ع مجبوره شو په کربلا کی کوز شی ، بریر وویل ای د خدای د رسول بچیه دا پر مونږه د خدای تعالی منت او احسان دی چی د تاسو په څنګ کې جنګ وکړو او ووژل شو او څه نیکمرغۍ او سعادت دی چی په قیامت کی د تاسو نیکه زمونږ شفیع وی .
کله چی حر او ملګرو یې کوفې په لور د امام ع د حرکت مخه ونیوله نو هغه حضرت خپل یاران راغونډ کړل او له هغو سره یې داسې خبرې وکړې .
په تحقیق سره دا دنیا ګډه وډه شوی ده او څیره یې بدله کړی ده او خوبیانو یې شا کړی او لاړې دي او له هغو یوازې په یوه لوښی کی د اوبو پاتی او د افت وهلی څرن ځای په شان معمولی شانته عیش پرته بل څه ندي پاتی . ایا نه وینئ چی په حق عمل نه کیږی او د باطل نهی نه کیږی ؟په ریښتیا چی مومن باید مرګ او د خدای دیدار ته مخه کړی . پس زه مرګ له سعادت او نیکمرغۍ او له ستمګرانو سره ژوند له رنځ او ملال پرته بل څه نه وینم .
بیا یې هغو ازاد پریښودل چی د پاتی کیدو یا وژل کیدو یا له مرګه د خلاصون فیصله وکړی . په دې مینځ کې بریر امام حسین ع ته په خطاب کی وویل ای د خدای د رسول بچیه خدای تعالی پر مونږه احسان کړی دی چی د تاسو په څنګ کې وجنګیږو اود تاسو د لارې په دفاع کی زمونږ د بدن غړي ټوټه ټوټه شي تر څو د تاسو نیکه په قایمت ورځ زمونږ شفاعت وکړي . هغه خلک چی د پیغمبر اکرم د لور بچې یې شهید کړ ، د ژغورل کیدا مخ به ونه ویني ، وای په هغو ، څرنګه به له خدای سره ملاقات وکړی ، اف وی پر هغو ، هغه ورځ چی په غم او چغو سره د جهنم د اور په لور یلل کیږي .
هغه وخت چی د حضرت ابا عبداا... الحسین ع په خیمه کې تنده خپل اوج ته ورسیده نو بریر د شهیدانو له سردار اجازه وغوښته چی له خلکو سره خبرې وکړی ، امام حسین ع هم ورته اجازه ورکړه . بریر د دښمڼ لښکرو ته ولاړ او چغه یې پورته کړه ، ای خلکو خدای تعالی محمد ص په حقه ځیرې ورکونکی او خبرداری ورکونکی استولی دی چی د خدای په حکم خلک د حق په لور وبولي او ورسره ځلانده څراغ وو . اوس د فرات اوبو ته وګورئ چی ټول حتی د بیابان ځناور له هغه استفاده کوی خو همدغه اوبه مو د خدای د رسول په بچی بندې کړی دی ایا د محمد مصطفی ص پاداش او انعام همدغه دې ؟ځواب یې ورکړ ، بریر زیاتې خبرې کوی ، بس کړه په خدای قسم چی حسین ع به تږې پاتی شی . بیا امام ع بریر ته وفرمایل له دوی سره خبرې مه کوه .

جنګ پیل شو او یذید بن معقل له بریربن خضیر سره یو په یو مبارزې ته راغله . بریرپه توری سره د یذید په سر سخت ګوزار وکړ چی ټوپی یې ماته شوه او توره یې په سر ولګیده او هلاک شو . بریر دومره په زړه ورتیا او مردانه وجنګیده چی ټول له هغه سره یو په یو له مبارزې ستړی او عاجزه شول . بالاخره کله چی له یوه دښمن سره په مبارزې بوخت وو ، کعب بن جابر بن عمرو ازدی له شا په هغه حمله وکړه . د کعب یوه ملګری ورته وویل دا کس هماغه د قران قاری بریر بن خضیر دی چی په جومات کې یې په مونږه قران زده کوه ، غواړی هغه ووژنی ؟ کعب د هغه خبرو ته له پامه پرته په نیزې سره په بریر حمله وکړه او په مله کې نیزه داخله کړه ، بریر په مځکه پریوته او بیا کعب په تورې سره په هغه ګوزار وکړ تر دې چی بریر شهید شو . کله چی کعب کوفې ته ستون شو نو خور ورته وویل ته د رسول ا... مبارک له بچی سره جنګ ته لاړې او د قران ستر استاد بریر دې شهید کړ په خدای قسم چی نورې به درسره خبرې ونکړم .
د عاشورا ستر پاڅون هغه فرصت وو چی ایمانداره کسان ځانونه له سترې حسینی حماسی او غورځنګ سره وتړي . بی شکه د دغې عظیمې حماسی تلپاتی پیغامونو خپرول د حضرت سید الشهدا ع د یارانو د سوچه مرستو پامته داره دي چی په سختو شرایطو کی ودریدل ، یوه شیبه یې د امام حسین ع په حقانیت کې شک ونکړ او امام ع یې یوازې پرنښوده او بالاخره شهیدان شول .
پای
«««««««««««««««««««««««««««««