روسیه به د اوکراین په جنګ کښې بریالۍ شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای پخواني افسر اسکاټ ریټر ایشوا کړه لویدیځ هیوادونه باوري دي چې روسیه به د اوکراین په جنګ کښې بریالۍ شي.
د اوکراین چارواکي په خپل وخت د ایف شپاړس جنګي الوتکو په نه ورکولو کښې د لویدیځو هیوادونو سستۍ د روسیې د حملې پرضد د ناکامۍ اصلي دلیل ګڼي خو د امریکا د جاسوسۍ ادارې پخوانی افسر سکاټ ریټر د روسیې د پوځ سختې حملې او له ماینونو ډکې ځمکې د دغه حملې ضد د ناکامۍ اصلي دلیل یادوي.
هغه وویل په دغو ماینونو کښې د اوکراین حملې ماتي خوړلي ده.
هغه په دې خبرې سره چې د اوکراین په جنګ کښې به روسیه په پریکنده توګه بریالۍ وي وویل لویدیځ هیوادونه هم عملا دغه باور ته رسیدلي دي چې روسیه به د اوکراین په جنګ کښې نه یوازې ماتي ونه خوري بلکې بریالۍ به هم شي.
د امریکا دغه پخواني استخباراتي چارواکي ټینګار وکړ د واشنګټن چارواکي د دغه موضوع د مطرح کولو په حال کښې دي چې امریکا اوکراین ته د استولو لپاره مهمات او جنګي الوتکې نلري.
هغه اعتراف وکړ د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په ښه ډول پوهیږي چې اوکراین به هیڅکله د یوې کارنده او اغیز شیندونکي حملې پرضد د برید کولو جوګه نه وي.
د پوځي شناندو جاجونې وايي چې اوکراین به زر د روسیې د دفاعي کرښو د ماتولو لپاره فرصتونه له لاسه ورکړي.