بلېنکن او زرداري د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136174-بلېنکن_او_زرداري_د_افغانستان_په_اړه_ټلفوني_خبرې_کړې_دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون، د سیمه ایزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.
(last modified 2023-07-25T03:47:35+00:00 )
Jul 25, 2023 08:15 Asia/Kabul
  • بلېنکن او زرداري د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون، د سیمه ایزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، آنتوني بلېنکن نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلاول بوټو زرداري سره یې ټلفوني خبرو کې د پاکستان د اقتصاد پر بیا غوړېدا او ګډ مشارکت هم بحث کړی.

نوموړي نه دي ویلي چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام آباد ګډې اندېښنې څه دي، خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی وو، چې سرپرست حکومت پاکستاني طالبانو ته پنا ورکړې ده.

د افغانستان سرپرست حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي، چې له افغانستان څخه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي.