د څلورم معصوم امام د شهادت تسلیت ومنئ
د محرم د میاشتې دولسمه نیټه د امام حسین علیه السلام د زوي حضرت زین العابدین علیه السلام د شهادت کلیزه ده
د نړۍ د شیعه مسلمانانو څلورم امام، په سجاد مشهورحضرت زین العابدین (ع) په ۳۸ قمري کال کښې پ مدینې کښې دنیا ته راغلی و.
هغه په داسې پړاؤ کښې ژوند کوه چې د اسلام د ګران پیغمبر په پاکې کورنۍ باندې ډیر سخت تیریده.
امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پيښې په وخت ناروغه و، د امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته یې د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل پلار د لارې د دوام درنده ذمه واري په اوږو واخیستله او د دغه پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو لپاره یې ډیر کوشش وکړ.
څلورم معصوم امام د اسلامي تمدن او کلتور په جوړولو او د قرآن د سوچه تعلیماتو په پراخولو کښې ډیر کوشش وکړ او په خپلې ځانګړې پوهونې سره یې، د مسلمانو پوهانو روزنې ته مخه کړه ترڅو له دې لارې قرآن او د پيغمبر اکرم(ص) سنت، خوندي پاتې شي.
هغوي د وړ انسانانو په راغونډولو سره، هغوي ته خپل دیني تعلیمات ورکړل تر دې چې د تاریخ په وینا، د هغوي مشهور شاګردان څه باندې ۱۷۰ تنه ذکر شوي دي.
د مسلمانانو لپاره د امام سجاد علیه السلام ارزښتناک میراث د دعاګانو او رازونیاز په قالب کښې، د "صحیفه سجادیه" تر عنوان لاندې یو کتاب دی.
په دغه کتاب کښې هم داشان د اسلامي او عرفاني علومو او معارفو ډیر حقایق، شرعي قوانین او احکام او هم داشان حساس سیاسي، ټولنیز، روزنیز او اخلاقي مسائل شامل دي.
مونږ هم خپلو تولو لوستونکو په تیره بیا د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو ته د امام سجاد علیه السلام د شهادت تسلیت او تعزیت وایو.