په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوو
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، شیخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په وروستۍ کتنه کې کړې دي.
د راپور له مخې، په دغه غونډه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوې او نېټه یې نه ده مشخصه شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاري کولی شي، خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د هغو ستونزو د هواري لپاره چې افغانان په تېره افغان ښځې ورسره مخامخې دي، د نړیوالې ټولنې د همکارۍ پیاوړتیا مهمه بلل شوې او ټینګار شوی چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو باید ملاتړ وشي.