د ایروان او باکو په شخړو کې د پردیو لاسوهنې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136506-د_ایروان_او_باکو_په_شخړو_کې_د_پردیو_لاسوهنې
په قره باغ کې د یوه ارمنی خاچاطوریان نیول کېدا د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان تر مینځ اړیکې نورې هم کړکېچن کړي، د اذربایجان جمهوریت د دغه ارمنی د استنولو لپاره د ارمنستان غوښتنې سره د مخالفت په ترڅ کې اعلان وکړ چي ارمنی وګړی خاچاطوریان په اذربایجان جمهوریت کې میشت وو او د جنګي جرمونو د امله نیول شوی دی.
(last modified 2023-08-01T08:11:15+00:00 )
Aug 01, 2023 12:39 Asia/Kabul
  • د ایروان او باکو په شخړو کې د پردیو لاسوهنې

په قره باغ کې د یوه ارمنی خاچاطوریان نیول کېدا د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان تر مینځ اړیکې نورې هم کړکېچن کړي، د اذربایجان جمهوریت د دغه ارمنی د استنولو لپاره د ارمنستان غوښتنې سره د مخالفت په ترڅ کې اعلان وکړ چي ارمنی وګړی خاچاطوریان په اذربایجان جمهوریت کې میشت وو او د جنګي جرمونو د امله نیول شوی دی.

د اذربایجان جمهوریت د قره باغ په سیمه کې میشت ارمنی واقف خاچاطوریان نیولی دی، چي د امله یې د ارمنستان حکومت په اروپایي محکمې کې شکایت کړی دی، د ایروان د چارواکو په وېنا، خاچاطوریان ناروغ دی او باید د درملیزو چارو لپاره ارمنستان ته ور وسپارل شي، خو د اذربایجان د جمهوریت چارواکو ټینګار کوي چي د هغه درملنه کوي.

د الهام علی اف حکومت په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د اذريانو په عام وژنه کې په خاچاطوریان د ونډه اخیستلو تور لګولی دی، الهام علی اف د امریکې له خارجه وزیر انتونیو بلینکن سره په تماس کې ویلي وه چي قره باغ په اذربایجان جمهوریت ورګډوي او اذري ژبي خلګ په قرباغ کې به استوګن شي. په دې کار سره به د قره باغ ارمنیان خپل اکثریت د لاسه ورکړي.

 د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان له دې مخکې ویلي وه چي ارمنستان یوازې په هغه صورت کې په قره باغ باندې اذربایجان د جمهوریت واک په رسمیت پېژني چي د اذربایجان جمهوریت د ارمني لږکیو حقوق او امنیت تامین او په رسمیت باندې وپېژني. په تېرو دوو کلونو کې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت تر مینځ اختلافات زیات شوي دي. د قره باغ په سیمې باندې د دواړو لورو شخړې د پردیو د لاسوهنو د امله په بدو اوښتي دي، ځینې هیوادونو د اذربایجان د جمهوریت او د ارمنستان تر مینځ د قره باغ په سر په اختلافاتو کې په لاسوهنو سره، د قفقاز د سیمې د نا امنه کوي په لټه کې دي. هغوی د قفقاز د یو شمېر سیمو په  لاندې کولو سره، غواړي د سیمې جیوپولیټیک کې د خپلو ګټو او اهدافو په لړ کې بدلون راولي. صهیونیست رژیم چي د الهام علی اف په بلنې سره، د اذربایجان د جمهوریت او د ایران په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي، د امریکا، انګلیس او فرانسې په ملاتړ د قفقاز په سیمه کې د بې ثباتیو په لټه کې دی. الهام علی اف د ترکیې د ولسمشر اردوغان په ملګرتیا غواړي له قفقاز سیمې څخه د روسیې لاس غوڅ کړي او د قفقاز په سیمه کې د ایران د لرغوني نفوذ مخنیوی وکړي.

د دغه دسیسې په کامیابه کېدو او د سیمې د جئوپولټیک په بدلون سره، د ایران او ارمنستان تر مینځ سرحدي اړیکې ختمیږي او د ارمنستان د له مینځه تلو په ترڅ کې په قفقاز کې د ترکیې رول پیاوړی کیږي، په دې لړ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل اذربایجانی سیال سره په کتنه کې د زنګزور نومې کرېدور یې د اذربایجان د جمهوریت حق بللی دی.

د ترکیې خارجه وزیر د لاچین د کرېدو په وروستي تړون باندې د سترګو په پټولو سره، لاچین یې د اذربایجان د جمهوریت پورې اړوند وباله او وویل چي د الهام علی اف حکومت د لاچین د نیولو لپاره هر ضروري اقدام ته تیار دی.  هغه همدارنګه د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت تر مینځ سوله د زنګزور د کرېدو له بریالي پرانیستل کېدو سره اړونده وباله.

دغه ډول خبرې نیغ په نیغه د اذربایجان د جمهوریت په چارو کې د پردیو د لاسوهنو یوه بېلګه ده، جالبه خبره دا ده چي د ترکیې چارواکو له خپلو اذربایجاني سیالانو سره په کتنه کې د ترکیې د ملي ګټو په لړکې خبرې کوي. حال دا چي باید د دغو ادعاګانو او شخړو تاوان د اذربایجان د جمهوریت او د ارمنستان خلګ ورکوي. که اذربایجان جمهوریت د تاریخ پر اساس په لاچین باندې د حاکمیت ادعا کوي، ایران هم د تاریخ په اساس د قفقاز په ټولې سیمې باندې د حاکمیت ادعا کولایشي. او یا دا چي ترکیه د عثماني امپراطوری تاریخ ته په کتو سره، په ځینو اروپایي او ځینو عربي هیوادونو باندې د حاکمیت ادعا وکړي. خو سره له دې د ترکیې دغه بې ځایه ادعاګانې د اذربایجان د جمهوریت ډیکټاټور حکومت ته خوند ورکوي.

د صهیونیست رژیم چارواکو هم د قفقاز په سیمې باندې د اذربایجان د جمهوریت د حاکمیت په هکله ورته ادعاګاني کړي دي.خو د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ دا دی چي د قفقاز په سیمه کې باید په نړیوالو سرحداتو کې هیڅ ډول بدلون رانه شي.