Aug 02, 2023 16:18 Asia/Kabul
  • آمریکا وايي چې طالبان په رسمیت نه پيژني

په ملګرو ملتو کښې د امریکې دائمي استازې وویل چې واشنګټن د طالبانو موقته حکومت په رسمیت نه پيژني

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، په ملګرو ملتو کښې د امریکې دائمي استازې او سفیرې «لینډا توماس ګرینفیلډ» وویل چې دغه هیواد طالبان په رسمیت نه پيژني او له دغې ډلې ملاتړ نه کوي.

هغې په یوې خبري غونډې کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان نجونې باید زده کړې ته لاسرسي پيدا کړي او ښځې یې هم باید کارونو ته ستنې شي.

ګرینفیلډ ویلي دي: «مونږ په طالبانو باندې دباؤ جاري ساتلی دی. مونږ طالبان په رسمیت نه پیژنو. مونږ ښوونځیو ته د نجونو د نه ستنیدو په هکله د طالبانو د پریکړې په خاطر له طالبانو هیڅ ملاتړ نه دی کړی».

هغه چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پړاویزه مشري په غاړه لري، وايي چې د خپلې مشرۍ په پړاؤ کښې به د بشري حقوقو په موضوعاتو غور وکړي او افغانستان به یې په وړومبیتوب کښې وي.

په رسمیت د طالبانو په نه پیژندلو باندې د لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار په داسې حال کښې دی چې په دې وروستیو کښې امریکايي استازو په قطر کښې د طالبانو له چارواکو سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.

 

ټیګونه