د امریکايي ځواکونو افغان همکاران لالهانده پاتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137056-د_امریکايي_ځواکونو_افغان_همکاران_لالهانده_پاتې_دي
له افغانستانه د امریکې له وتلو د دوو کلونو په تیریدو سره، لاهم د امریکايي پوځیانو لسګونه زره افغان همکاران لالهانده او سربداله پاتې دي.
(last modified 2023-08-12T23:27:40+00:00 )
Aug 13, 2023 03:53 Asia/Kabul
  • د امریکايي ځواکونو افغان همکاران لالهانده پاتې دي

له افغانستانه د امریکې له وتلو د دوو کلونو په تیریدو سره، لاهم د امریکايي پوځیانو لسګونه زره افغان همکاران لالهانده او سربداله پاتې دي.

له افغانستانه د امریکې له وتلو د دوو کلونو په تیریدو سره، لاهم د امریکايي پوځیانو لسګونه زره افغان همکاران لالهانده او سربداله پاتې دي.

له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، له افغانستانه د امریکايي نیواکګرو له وتلو سره په یو وخت، د امریکايي ځواکونو په شمول د بهرنیو ځواکونو زرګونه افغان همکاران په ځانګړې سربدالۍ سره د کابل له هوايي ډګره ووتل او دغه بهیر د امریکايانو له وتلو وروسته هم دوام وکړ.

په دې لړ کښې ایسوشیئیټډ پریس امریکايي رسنۍ رپورټ ورکړ چې همدااوس کابو دوه لاکه افغانانو د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د امریکې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره درخواستونه ورکړي دي خو د امرکیې له خوا ورته تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړې شوی.