د روسیې پرضد د امریکا بندیزونو ماتي خوړلي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا په ولسي جرګې «کانګرس» کښې د ریپبلیکن ګوند یوې غړي میرمن مارجوري ټیلور ګرین(Marjorie Taylor Green) وویل د روسیې پرضد د امریکا بایکاټونو ماتي خوړلي ده.
هغې وویل امریکا یوسل دیارلس میلیارډه ډالره لګولي دي او هره میاشت د اوکراین حکومت ته یو میلیارډ ډالره ورکوي.
داپه داسې حال کښې دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اراده لري د اوکراین حکومت ته نور شل میلیارډه ډالره ورکړي.
د امریکا د ولسي جرګې استازي مارجوري ټیلور ګرین زیاته کړه روسیه شتمنه شوي ده او امریکا ټریلیونونه ډالره بې وزله شوي ده او د روسیې پرضد د امریکا بندیزونو ماتي خوړلي ده.
مخکې د سویزرلینډ یو بي ایس بانک راپور ورکړی و په تیر میلادي کال(۲۰۲۲) کښې د امریکا شتمنۍ کابو پینځه اعشاریه نهه میلیارډه ډالره کمې شوي او د روسیې شتمنۍ شپږ سوه میلیارډه زیاتې شوي دي.
هغې مخکې هم اوکراین ته د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو لخوا د وسلو په استولو باندې نیوکې سره ویلي وو چې اوکراین جنګ ته نه بلکې سولې ته ضرورت لري.