د روسیې پرضد د امریکا بندیزونو ماتي خوړلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137238-د_روسیې_پرضد_د_امریکا_بندیزونو_ماتي_خوړلي_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا په ولسي جرګې «کانګرس» کښې د ریپبلیکن ګوند یوې غړي میرمن مارجوري ټیلور ګرین(Marjorie Taylor Green) وویل د روسیې پرضد د امریکا بایکاټونو ماتي خوړلي ده.
(last modified 2023-08-17T03:07:44+00:00 )
Aug 17, 2023 07:34 Asia/Kabul
  • د روسیې پرضد د امریکا بندیزونو ماتي خوړلي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا په ولسي جرګې «کانګرس» کښې د ریپبلیکن ګوند یوې غړي میرمن مارجوري ټیلور ګرین(Marjorie Taylor Green) وویل د روسیې پرضد د امریکا بایکاټونو ماتي خوړلي ده.

هغې وویل امریکا یوسل دیارلس میلیارډه ډالره لګولي دي او هره میاشت د اوکراین حکومت ته یو میلیارډ ډالره ورکوي.

داپه داسې حال کښې دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اراده لري د اوکراین حکومت ته نور شل میلیارډه ډالره ورکړي.

د امریکا د ولسي جرګې استازي مارجوري ټیلور ګرین زیاته کړه روسیه شتمنه شوي ده او امریکا ټریلیونونه ډالره بې وزله شوي ده او د روسیې پرضد د امریکا بندیزونو ماتي خوړلي ده.

مخکې د سویزرلینډ یو بي ایس بانک راپور ورکړی و په تیر میلادي کال(۲۰۲۲) کښې د امریکا شتمنۍ کابو پینځه اعشاریه نهه میلیارډه ډالره  کمې شوي او د روسیې شتمنۍ شپږ سوه میلیارډه زیاتې شوي دي.

هغې مخکې هم اوکراین ته د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو لخوا د وسلو په استولو باندې نیوکې سره ویلي وو چې اوکراین جنګ ته نه بلکې سولې ته ضرورت لري.