اوکراین یوځل بیا په کریمه پل برید کړی
Aug 19, 2023 11:40 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت وویل چې اوکراین یوځل بیا په ایس دوه سوه ډوله توغندیو سره په کریمه پل حمله کړي ده.
د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کښې وویل اوکراین نن سهار په ایس دوه سوه ډوله توغندیو سره د کریمه پل پرضد یوه بله ترهګره حمله کړي ده.
د روسیې د پوځ دفاعي سیسټمونو دغه توغندي مخکې له دې چې په خپل هدف ولګیږي وپيژندل او هغه یې نسکور کړل او دغه توغندوي حملې هیڅ ډول مالي تاوان نه دی لرلی او نه یې څوک مړه او ژوبل کړي دي.
اوکراین تراوسه درې ځله په کریمه پل حملې کړي دي او د هغه یوشمیر برخې یې ورانې کړي دي.
د اوکراین دفاع وزارت هم اعتراف کړی چې د روسیې د لاجیسټیک د ماتولو لپاره یې په کریمه پل برید کړی دی.
ټیګونه