د اوکراین جنګ احتمال شته لسیزې لسیزې دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137408-د_اوکراین_جنګ_احتمال_شته_لسیزې_لسیزې_دوام_ولري
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس دیمیتري مدودف وویل احتمال شته چې د اوکراین جنګ به تر کلونو کلونو یا تر لسیزو لسیزو پورې دوام ولري.
(last modified 2023-08-20T21:27:35+00:00 )
Aug 21, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • د اوکراین جنګ احتمال شته لسیزې لسیزې دوام ولري

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس دیمیتري مدودف وویل احتمال شته چې د اوکراین جنګ به تر کلونو کلونو یا تر لسیزو لسیزو پورې دوام ولري.

هغه وړمه ورځ په دغه خبرې سره وویل د روسیې لپاره د اوکراین جنګ یو حیاتي ټکر دی او د روسیې د موجودیت لپاره یو  جنګ دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا نائب رئیس دییمتري مدودف د خپلو څرګندونو په یوې برخې کښې وویل روسیه باید د اوکراین رژیم چې په خپل ماهیت کښې ټروریسټي دی له مینځه یوسي او هغه په کامل ډول ختم کړي او روسیه ډاډمنه شي چې دا ډول رژیم هیڅکله دوباره راڅرګند نشي.

هغه د اوکراین د جنګ په هکله د لویدیځو هیوادونو د لاسوهونکي کړچار په باره وویل د لویدیځو هیوادونو لپاره د اوکراین جنګ عجیبه دی او زیاته یې کړه اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو او د وسلو د استولو له لارې په دغه جنګ کښې د لویدیځو هیوادونو لاسوهنه نشي کولای تر اخره پورې دوام ولري او په نهایت کښې به دغه لاسوهنه بنده شي او لویدیځ په دا ډول کړچار سره د ماتي د خوړلو په لور روان دی.

په عین حال کښې د راتلونکي میلادي کال د امریکا  ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید «رابرټ ایف کینیډي جونیر» پرون په ټویټر پاڼې باندې د یوه پیغام په خپرولو سره په اوکراین کښې د جنګ په پلمه دغه هیواد ته د ډانمارک او د هالیڼد لخوا د ایف شپاړس جنګي الوتکو د استولو لپاره د دغو هیوادونو د تیرې جمعې ورځې فیصله د اوکراین او د ټول بشریت لپاره ګواښ وباله.