روسیې په لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137502-روسیې_په_لویدیځو_هیوادونو_نیوکه_وکړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د ماسکو متحد هیوادونه د ګواښ او د کلنګ د اخیستلو له لارې مجبوره کړي چې له روسیې سره له ملګرتیا کولو ډډه وکړي.
(last modified 2023-08-22T21:43:42+00:00 )
Aug 23, 2023 02:11 Asia/Kabul
  • روسیې په لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د ماسکو متحد هیوادونه د ګواښ او د کلنګ د اخیستلو له لارې مجبوره کړي چې له روسیې سره له ملګرتیا کولو ډډه وکړي.

هغه  په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اورسیا شرکا او د ډله ئیز امنیت د تړون موسسه د لویدیځو هیوادونو تر سخت دباو لاندي دي وویل د لویدیځو هیوادونو پلازمینو ته د هیوادونو د چارواکو سفرونه د روسیې پرضد د غیرقانوني بایکاټونو د زیاتولو لپاره په منظمې چارې  بدل شوي دي.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل زمونږ متقابلې تجارتي او اقتصادي ژمنې هماغه راز اجرا کیږي ځکه چې دغه ژمنې د لورو ګټې پوره کوي او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ نه کوي.

امریکا او لویدیځ هیوادونه د روسیې د کمزوري کولو لپاره هرډول کوششونه کوي او دغه هیوادونه اوکراین ته هر ډول وسلې ، تجهیزات او ترهګر استوي چې د روسیې پرضد وجنګیږي او د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.