روسیې په لویدیځو هیوادونو نیوکه وکړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د ماسکو متحد هیوادونه د ګواښ او د کلنګ د اخیستلو له لارې مجبوره کړي چې له روسیې سره له ملګرتیا کولو ډډه وکړي.
هغه په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اورسیا شرکا او د ډله ئیز امنیت د تړون موسسه د لویدیځو هیوادونو تر سخت دباو لاندي دي وویل د لویدیځو هیوادونو پلازمینو ته د هیوادونو د چارواکو سفرونه د روسیې پرضد د غیرقانوني بایکاټونو د زیاتولو لپاره په منظمې چارې بدل شوي دي.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل زمونږ متقابلې تجارتي او اقتصادي ژمنې هماغه راز اجرا کیږي ځکه چې دغه ژمنې د لورو ګټې پوره کوي او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ نه کوي.
امریکا او لویدیځ هیوادونه د روسیې د کمزوري کولو لپاره هرډول کوششونه کوي او دغه هیوادونه اوکراین ته هر ډول وسلې ، تجهیزات او ترهګر استوي چې د روسیې پرضد وجنګیږي او د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.