اروپايي هیوادونه د دریم نړیوال جنګ هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137664-اروپايي_هیوادونه_د_دریم_نړیوال_جنګ_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا د مشر مرستیال دمیتري مدودف خبرداری ورکړ لویدیځ هیوادونه په فعال ډول هڅه کوي نړۍ د دریم نړیوال جنګ په لور بوځي.
(last modified 2023-08-26T21:32:46+00:00 )
Aug 27, 2023 01:58 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه د دریم نړیوال جنګ هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا د مشر مرستیال دمیتري مدودف خبرداری ورکړ لویدیځ هیوادونه په فعال ډول هڅه کوي نړۍ د دریم نړیوال جنګ په لور بوځي.

هغه پرون وویل په پریکنده توګه که چیرې لویدیځوالو زمونږ خبرو ته غوږ اچولای نو حالات په بهتر وو او هیڅکله به ننۍ دنیا د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا له ګواښ سره مخامخ نه وه خو زمونږ مخالفان په حقیقت کښې نړۍ د دریم نړیوال جنګ په لور بیايي.

دمیتري مدودف وویل د روسیې لویدیځي مخالفان د ماسکو په دریځونو باندې سترګې پټوي.

د روسیې د امنیت شورا د مشر مرستیال دمیتري مدودف دې ته په اشارې سره چې په اوکراین کښې جنګ د نړۍ په سویه یوه موضوع ده ټینګار وکړ امریکا د اوکراین له جنګ څخه پیسې لاس ته راوړي او اروپايي هیوادونه تاوانونه کوي.

په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې لویدیځو هیوادونو د روسیې پرضد د پراخو بایکاټونو په لګولو او کي یف ته د ډول ډول سپکو او درنو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ له بندیدا سره کومه مرسته نه ده کړي بلکې له مخکې څخه زیات یې په دغه هیواد کښې د ناکراریو د زیاتولو هڅه کړي ده.