Sep 01, 2023 05:48 Asia/Kabul
  • عراق د اربعین په لاریون کښې له ایران سره پوره ملګرتیا کوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر په لا پرتمینه توګه د حسیني اربعین د دستورو د ترسره کولو لپاره د عراق د حکومت له ملګرتیا د رضایت په ښودلو سره وویل: د عراق حکومت او ولس د زیارتوالو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، احمد وحیدي پرون د سمنان ښار د نړیوال هوايي ډګر د کتنې په وخت وویل: د اربعین د لاریون لپاره د خلکو سیلاب ښايي یولړ ستونزې رامینځته کړي خو زیاتره زیارتوالو له روانو حالاتو خوښي او رضایت څرګند کړی دی.

بل خبر دا چې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د حسیني اربعین مرکزي کمیټې یوځل بیا له زیارتوالو وغوښتل چې د عراق په زیارتي ښارونو په تیره بیا کربلا کښې د پاتې کیدو او ایساریدو موده کمه کړي.

د کربلا په دښته کښې د شهیدانو د سردار امام حسین علیه السلام له شهادته څلویښت ورځې وروسته چې د صفرې د میاشتې شلمه نیټه کیږي، د دغه شهادت څلویښتي ده چې اربعین ورته ویل کیږي.

دغه ورځ په دې وجه مشهوره ده چې د کربلا اسیران د ۶۱قمري کال د صفرې میاشتې په شلمه نیټه له شام نه د ستنیدو په وجه د کربلا د شهیدانو په تیره بیا د امام حسین علیه السلام د قبر د زیارت لپاره کربلا ته لاړل او دا شان د دې ورځې یو خاص عمل د امام حسین علیه السلام د پاکې روضې زیارت کول دي او له ټولې نړۍ څخه مسلمانان په تیره بیا شیعیان له څو ورځې مخکښې نه پلي پښې ځانونه کربلا ته رسوي.

 

 

ټیګونه