فرانسې په نیجر د فوځي برید ګواښ وکړ
د فرانسې د فوځ لوی درستیز اعلان وکړ چي په نیجر کې د فرانسې په سفارت او د فرانسي په فوځي اډو باندې د برید په صورت کې فرانسه به په نیجر باندې فوځي برید وکړي.
دا په داسي حال کې دی چي په نیجر کې له کودتا وروسته، د دې هیواد نوی حکومت له نیجره د فرانسې د سفارت او د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده. خو فرانسه وایي چي د نیجر نوی حکومت په رسمیت نه پېژني نو ځکه خپل ځواکونه له دې هیواده نه باسي.
د نیجر حکومت اعلان وکړ چي د فرانسې د زوروینو په خاطر پرېکړه کړې ده چي د فرانسي سفیر له نیجره په زوره وباسي، د فرانسې د فوځ لوی درستیز د نیجر د نوي حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړی چي د فرانسویانو په ضد هر ډول اقدام ته به په فوځي برید سره ځواب ورکول شي.
څو ورځې مخکې د نیجر حکومت د فرانسې د سفیر سیلوان ایتي ډیپلماټیک خوندیوالې لغوه کړه او له پولیسو وغوښتل چي د فرانسې سفیر دې له دې هیواده وباسي.
د تېرې میاشتې په لومړیو کې د نیجر وسله والو ځواکونو د دې هیواد محمدبازوم له قدرت نه ګوښه کړ چي دا کار د فرانسې له سخت مخالفت سره مخ شو.
د نیجر حکومت په خپلو کورنیو چارو کې د فرانسې د نه لاسوهنې غوښتونکي دی او محمدبازوم د فرانسې لاسپوڅی پېژني.