په سوېډن کې د قرآن شریف د سپکاوی تکرارېدا
سوېډنی ښاریز چي له دې مخکې په ځلونو د قرآن شریف سپکاوی کړی وو، تېره ورځ بیا ځلې د پولیسو په ملاتړ سره خپل دغه جنایت بیا ځلې تکرار کړی دی.
په تېرو څو میاشتو کې په سوېډن او ډنمارک کې په ځلونو د قرآن شریف سپکاوی شوی چي دا کار د اسلامي هیوادونو له سختې غندنې سره مخ شوی دی.
ځینو هیوادونو د ډنمارک او سوېډن سفیران یې احضار کړی هم دی.
اروپایي هیوادونو د بیان د ازادی په پلمې سره، د اسلامي مقدساتو سپکاوی او د قرآن شریف د سوځولو جواز صادروي.
د روسیاالیوم له راپور سره سم، عراقي الاصل سوېډنی ښاریز سلوان مومیکا د سوېډن په مالمو ښار کې تېره ورځ بیا ځلې د قرآن شریف یوې نسخې ته اور ورکړ.
د سوېډن پولیسو د مسلمانانو په نیوکو د سترګو په پټولو سره، بیا ځلې د قرآن شریف د سپکاوی جواز صادر کړی دی او د قرآن د سوځولو پر مهال یې د مومیکا امنیت نیولی وو.
یو مسلمان سوېډنی چي غوښتل د قرآن د سپکاوی مخنیوی وکړي د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ډنمارک د مسلمانانو د پراخو نیوکو په پایله کې د قرآن شریف د سپکاوی په ضد قانون تصویب کړی دی خو سوېډن لاهم په پلان شوی توګه د اسلامي مقدساتو له سپکاوی څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.