د اربعین څه باندې ۳ میلیونه بهرني زیارتوال عراق ته تلې دي
د عراق د کورنیو چارو وزارت د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته د څه باندې ۳ میلیونه بهرنیو زیارتوالو د ورتګ خبر ورکړ.
د عراق داخله وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د اربعین د شپو ورځو له پیلیدو راهیسې ۳ میلیون او ۶ لکه بهرني زیارتوال دغه هیواد ته ورغلي دي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت په بیانیه کښې راغلي دي چې دغه شیمیر بهرني زیارتوال له مختلفو ځمکنیو سرحدونو او همداشان د بغداد، نجف او بصرې د هوايي ډګرونو له لارې عراق ته رسیدلي دي.
د عراق د کورنی و چارو وزارت زیاتوي چې د داخله وزیر عبدالامیر الشمري په مشرۍ عالي امنیتي کمیټه د کربلا په لور په تلونکو لویو لارو او ټولو سیمو کښې د امنیتي ځواکونو په دیره کولو سره او په بشپړې بیدارۍ سره د اربعین د زیارتوالو امنیت ټینګوي او خپلې دندې ترسره کوي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کښې په کربلا کښې د اور لګیدنې خبر ورکړ چې دغه اور د اور وژونکو له خوا مړ کړی شو یدی.