د حسینی اربعین د ولولې او پرتم انګازې په درستې نړۍکې خورې شوي
د پاکستان، افغانستان، هندوستان بحرین ،لبنان پشمول په نورو لسګونو هیوادونو کې سبا د حسیني اربعیّن ورځ لمانځل کیږي او حسینی مینه وال او درست پتمن د عاشورا حق غواړي غورځنګ او دحسینی اربعیّن د دستورو ولولې او انګازې نندارې ته وړاندې کوي.
زمونږخبریال راپور راکوي.دعراق په کربلا معلی کې د حسینی اربعیّن د دستورو په پلی میلیوني لاریون کې د ګډون په امید او دغه راز له دغه میلیوني لاریونه پاتې د اهل بیت علیهم په میلیونونو مینه وال پخپلو خپلو هیوادونو کې هم پلی لاریون کوي،نو په دې سلسلې کې د ترکیې په استانبول کې هم د اهل بیت علیهم السلام په لکونو مینه وال غونډ شول او د لبیک یاحسین او لبیک یازینب په شعارونو ورکولو سره ئې دغه ولولناکې دستورې ترسره کړې او د حسینی پاڅون له پنځونکي حضرت اباعبدا... الحسین او د هغه وفادارو ملګرو سره ئې خپل بیعّت بیا نوی کړ.
همداراز د پاکستان، افغانستان، هندوستان بحرین ،لبنان پشمول په نورو لسګونو هیوادونو کې سبا د حسیني اربعیّن ورځ لمانځل کیږي او حسینی مینه وال او درست پتمن د عاشورا حق غواړي غورځنګ او دحسینی اربعیّن د دستورو ولولې او انګازې نندارې ته وړاندې کوي.
همداراز په کربلا کې موجود زمونږ خبریال ښاغلی دراني سره د تازه حالاتو په باب شوي خبرې هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.