پوتین له شمالي کوریا سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138250-پوتین_له_شمالي_کوریا_سره_د_اړیکو_پر_پراخولو_ټینګار_وکړ
د روسيې ولسمشر له شمالي کوريا سره د اړيکو پراختيا د کوريا ټاپو وزمې او شمال ختيځې اسيا د ثبات او امنيت د ضمانت په توګه وګڼله.
(last modified 2023-09-09T05:18:08+00:00 )
Sep 09, 2023 09:46 Asia/Kabul
  • پوتین له شمالي کوریا سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ

د روسيې ولسمشر له شمالي کوريا سره د اړيکو پراختيا د کوريا ټاپو وزمې او شمال ختيځې اسيا د ثبات او امنيت د ضمانت په توګه وګڼله.

د روسيې ولسمشر له شمالي کوريا سره د اړيکو پراختيا د کوريا ټاپو وزمې او شمال ختيځې اسيا د ثبات او امنيت د ضمانت په توګه وګڼله.

د سپتمبر نهمه د شمالي کوریا د تاسیس ورځ ده چې د دغه هېواد د خپلواکۍ د  ورځې په نوم یادیږي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا د دولتي راډیو د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هیواد د تاسیس د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته په یوه پیغام کې د دغه هیواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ورکړې.

دغه چارواکي د خبرو پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو د سیستماتیک پراختیا لپاره پر هڅو د ټینګار په ترڅ کې ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکې تل د دوستۍ، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر اصولو ولاړې دي.

د روسیې ولسمشر یادونه وکړه چې (پخوانی) شوروي اتحاد لومړنی هیواد و چې د شمالي کوریا خپلواک دولت یې په رسمیت وپیژاند.

پوتین هم کیم ته د "بریالیتوب او روغتیا" او د شمالي کوریا خلکو ته د "سولې او سوکالۍ" هیله وکړه.