د جاپان د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138258-د_جاپان_د_بهرنیو_چارو_وزیر_اوکراین_ته_تللی_دی
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.
(last modified 2023-09-09T09:16:49+00:00 )
Sep 09, 2023 13:45 Asia/Kabul
  • د جاپان د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته تللی دی

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هایاشي یوشیماسا به د نن ورځې په اوږدو کې په کیف کې له خپل اوکرایني سیال دیمیترو کولبا سره خبرې اترې وکړي.

هایاشي به د اوکراین اقتصادي بیارغونې په موخه د جاپان کولبا پلان هم شریک کړي چې په همدې موخه به یو کنفرانس هم جوړ شي.

تر دې مخکې د G7 ټولو غړو هېوادونو (د جاپان پرته) خپل د بهرنیو چارو وزیران دغه هېواد ته استولي وو.

د اوکراين په بيارغونه کې د جاپان د خصوصي سکټور د ګډون په موخه، جاپاني سرمايه دار او متشبث هيروشي ميکيتاني او يو شمېر نور اقتصادي فعالان له هايشي سره هم اوکراین ته په دغه سفر کې ملګري دي.