له افغانستانه د امریکائي عسکرو ویستل بده تیروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138326-له_افغانستانه_د_امریکائي_عسکرو_ویستل_بده_تیروتنه_وه
زه په دې چې په افغانستان کې د مونږ پوځي شتون څرنګه پاي ته ورسید،ډير پښمانه یم،  د وتلو لپاره په لومړنۍ فیصلې افسوس کوم، ځکه چې  فکر کوم یوه تیروتي فیصله وه. 
(last modified 2023-09-10T20:11:48+00:00 )
Sep 10, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امریکائي عسکرو ویستل بده تیروتنه وه

زه په دې چې په افغانستان کې د مونږ پوځي شتون څرنګه پاي ته ورسید،ډير پښمانه یم،  د وتلو لپاره په لومړنۍ فیصلې افسوس کوم، ځکه چې  فکر کوم یوه تیروتي فیصله وه. 

د امریکا دپوځ دمرکزي قوماندې (سنټکام)پخواني قوماندان له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستلو په څرنګوالی باندې د پښمانیدا په څرګندولو سره  ووئيل،  له دغه هیواده  د وتلو لپاره  دمونږ فیصله ستره تیروتنه وه.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دامریکا دسنټکام  پخواني قوماندان جنرال فرانک مکنزي  چې  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د  ویستلو ناظر او څارونکی  ؤ .په دې باب ووئيل، زه باؤري یم  له افغانستانه د وتلو  دفیصلې تاریخ  په هغه شکل سره چې  مونږ ترسره کړل ، او هغه روده چې  مونږ د عسکرو د ویستلو لپاره  هدایت کړه ، دیوې بدې تیروتنې په توګه به  وګڼل شي.

جنرال مکنزي له فکس نیوز سره په خبرو کې  له افغانستانه  د وتلو په څرنګوالي د پښمانه کیدا په څرګندولو سره  ووئيل، زه په دې چې په افغانستان کې د مونږ پوځي شتون څرنګه پاي ته ورسید،ډير پښمانه یم،  د وتلو لپاره په لومړنۍ فیصلې افسوس کوم، ځکه چې  فکر کوم یوه تیروتي فیصله وه.  په تیره بیا پښمانه یم چې  فیصله مو ونه کړه  خلک  خپل خلک ،د سفارت پرسنل،امریکائي  او فغاني ښاریز چې له خطرې سره مخ ووو، وباسو.او فکر کوم دا یوه جدي تیروتنه وه چې په مستقیم ډول د ۲۰۲۱ کال داګست د پيښو سبب شوه .

دسنټکام ځواک پخواني قوماندان  په دوام کې ووئيل،هماغه شان فکر کوي چې امریکا باید په افغانستان کې ځواک درلودلی او د سنټکام د اوسني قوماندان په  ادعا سره  چې د خراسان داعش  دافغانستان  له داخله  د امریکا په ګټو دحملو توانمنۍ لري ، باؤر لري.